شعـــــرونه

چې غرور ونکړې/ مهاجر

هلال مهاجر

ځار دې شم ځار د سترګو توره چې غرور ونکړې
پام کوه پام طالبه وروره چې غرور ونکړې

دا سترې سترې او مبینې فتحي څومره خوند کا
نصرت د رب دی ورته ګوره چې غرور ونکړې

تـندی دې کـیږده په سجده خالق ته
دښمن دې ولویدو له شوره چې غرور ونکړې

د خدای نصرت د خدای امداد دی ګرانه
ستر فتوحات دي لور په لوره چې غرور ونکړې

هـا د زندان هجرت او تللي یاران
ساته نظر کې دې باتوره چې غرور ونکړې

پرون چې سـتا د ورکیدو یې کړو خیال
نن دې وا پښو ته شو نسکوره چې غرور ونکړې

ها چې د شپې ځای دې دنیا کې نه و
در یاده وه د زړه ټکوره چې غرور ونکړې

په ملنګۍ صبر اخلاص استقامت هلاله
ډېر توبه ګار دې کړل له زوره چې غرور ونکړې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x