ورزش

پي ایس ایل: حضرت ځاځي پېښور لوبډلې ته مهمه لوبه کې بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل):د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسي چټک توپ وهونکي حضرت الله ځاځي تېره شپه د کراچي لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې برق رفتار توپ وهنه وکړه او پېښور لوبډلې ته یې مهمه بریا ورکړه.

حضرت ځاځي په ایلیمنیټر یا حذفونکې لوبه کې د پېښور په ګټه یوازې په ۳۸ توپونو ۷۷ منډې جوړې کړې، نوموړي ۵ اسمان څکې شپږیزې او ۱۰ څلوریزې ووهلې چې د کراچي مخکښ توپ اچونکي یې ټول بې بسه کړي وو.

دغه حذفونکې لوبه چې بایلونکی یې له یاد لیګ څخه بهر شو، کراچي لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۵ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري بابر اعظم ۵۳، تیسارا پریرا ۳۷ او شرجیل خان ۲۶ منډې وکړې.

د هدف په تعقیب کې له لومړي سره د حضرت ځاځي برق رفتار توپ وهنې پېښور لوبډلې ته د بریا هیلې ورکړې، خو د ځاځي له سوځېدو وروسته لوبه سخت حالت ته ووتله چې په وروستي اور کې پېښور لوبډلې پاتې ۷ منډې په پنځم توپ بشپړې کړې.

کراچي کینګز لوبډله چې د تېر کال دفاعي لوبډله وه د پاکستان سوپر لیګ ۶ پړاو له سیالیو بهر شوه. له دې وړاندې د راشد خان لوبډله لاهور قلندرز او کویټه ګلډیټرز هم بهر شوي دي.

حضرت الله ځاځی په سیالۍ ګټونکې کارکردګۍ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه له دې وړاندې په خپله لومړي لوبه کې هم د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.

د یادونې وړ ده چې په پورتنۍ سیالۍ کې د کراچي لوبډلې په ګټه ځوان افغان توپ اچونکی نور احمد هم ولوبېد، نوموړي د کامران اکمل مهمه ویکټه واخیسته، خو د حضرت ځاځي تر بیټ لاندې راغی او ۲ سترې شپږیزې یې پرې ووهلې.

له دې وړاندې د اسلام اباد یونیټډ او ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ د کوالیفایر لومړۍ لوبه ترسره شوه، ملتان سیال لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله. دا لومړی وار دی چې ملتان لوبډله د پاکستان سوپر لیګ پایلوبې ته لار مومي.

اسلام اباد لوبډله به نن سه شنبه د پېښور لوبډلې سره دوهمه حذفونکې لوبه کوي چې ګټونکی به یې پایلوبې او بایلونکی به یې له سیالیو بهر کیږي.

د پېښور او کراچي لوبډلو ترمنځ د لوبې لنډيز په لاندې ویدیو کې کتلی شئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x