افغانستان

د شیرخان بندر په ګډون د کندوز ټولې ولسوالۍ طالبانو ونیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کندوز ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې طالبانو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې ددې ولایت د امام صاحب، خان آباد، ګل تپې، علي آباد او چهاردرې ولسوالیو او شیرخان ستراتيژیک بندر په نیولو سره ددې ولایت ټولې ولسوالۍ نیولي او دا مهال د کندوز ولایت مرکز د محاصرې په حالت کې قرار لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په امام صاحب ولسوالۍ او شیرخان بندر کې لسګونه دولتي عسکرو رته تسلیم شوي او همدغه راز د قلعه ذال، خان آباد، ګل تپې، علي آباد او چهاردرې ولسوالیو د نیولو پرمهال یې په سلګونو میله درنه او سپکه وسله هم نیولې ده.

په ورته مهال په کندوز کې یو طالب چارواکي رسنیو ته ویلي، چې د امام صاحب ولسوالۍ او شیرخان بندر له نیولو وروسته یې د تاجکستان سرحد کې تازه دمي ځواکونه ځای پرځای کړي او تاجکستان ته یې د کابل حکومت د چارواکو د «تېښتې» لاره تړلې ده.

د کندوز ولایت ترڅنګ د تخار، بغلان، بلخ او فاریاب ولایتونو مرکزونه هم طالبانو کلابند کړي او هره شېبه ددې امکان لري چې دغه ولایتونه د طالبانو لاس ته ولویږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

ډیر پر ځای او قوی پلان دی دکابل آداری د چارواکو او غلو لار باید بنده شی تر څو دخپلو کړنو او ظلم ځواب همدغه خوار او مظلوم ولس ته ووایی انصاف او عدل باید پلی شی تر څو زموږ راتلونکی نسل تری عبرت واخلی دسیکولریزم او ګلمجم او میخکوبو جرړی باید له بیخه ویستل شی تر څو زموږ مسلمان او غم ځپلی ولس یی تر آبده د شره خلاص شی باید دهوایی میدانو لپاره هم دقیق پلان جوړ او دهوا له لاری یی هم دتيښتی مخه ونیول شی

طوطی

فرض وکړی چی طالبانو کندز او حتی ټول شمالی سیمی یی ونیولی بیا؟ خلکو ته به یی څه ګټه ورسی، خلک بیوزله دی، قحطی ده، جهل او بیسوادی ده، ټول مریضان دی ولس ډوډی ته او صحت ضرورت لری ##########؟

Ayesha yousufzai

بیا دا چی ان شا اللہ اسلامی حکومت بہ راشی ۔ دا تر ټولو ستر برئ او دد جھاد موخہ دہ ۔د خلکو د خیټی ذمہ خو طالبانو نہ دہ وھلی ۔بیا ھم اللہ مھربانہ بادشاہ دی چی اسلامی حکومت راشی ھر څہ بہ صحیح سی ۔ داسی خو نشی کیدلای چی پہ جنگ حالت کی طالبان خلک ماړ‎ہ او جوړ‎ کړ‎ی او ټول یو دم پروفیسران شی۔

Adam Khan
Sallam Talib Ghaziano,

I advised you a year ago not to slow down and I just want to emphasize 
on it again - DO NOT SLOW DOWN.

There is light twinkling at the end of tunnel.

KA PA BALKH KI SHAHEED NA SHI
QASAM CHI LALIAH BE NANGAI TA DE SATEENA


ملا جانان

ادم خانه ځوانه ته لکه چي طالبان پر بهرنیانو باندي خرابوې. طالبان باید تر هغه وخته پوري داسي فتوحات ونه کړي چي د دوئ ځواکونه مستقر سي او هوایي بریدونو ته برابر سي. طالبان باید لمړی د بهرنیو ابرقدرتونو سره اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي، د هغوئ لخوا په رسمیت وپیژندل سي خپل ځواکونه وروزي او تجهیز یې کړي بیا ولسوالي مرکزونه په دایمي توګه لاسته راوړي او تر ولایتي مرکزونو څخه وړاندي کابل تر اور لاندي ونیسي او باید قبضه یې کړي. ځکه چي که طالبان ولایتي مرکزونه د کابل څخه وړاندي نیولو هڅه وکړي نو خونریزي به ډیره وي… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

\نصر من الله و فتح قریب روسی اشغال دوره کی اشغلګره امریک د مجاهدینو اړخ ونیولو چه دوی هم د کمونیزم سره دشمنی لری په هر صورت مجاهدینو روسانو ته ماتی ورکړه خلکو به ویل چه مجاهدینو ځکه روسانو ته ماتی ورکړه چه امریکا ورسره ولاړه وه یعنی د امریکا په زور روسان مات شول. که څه هم د امریکا مرسته د شیطان مرسته وه ، امریکایانو زموږ ټول جهاد او جهادی رهبران په بیه رانیولو او له روسانو یی افغانی کمونستان اجاره یا قباله کړل هیواد یی په شمال او جنوب ټلوالو وویشلو یعنی د شمال او جنوب اخوانیان… نور لوستل »

Mohammed Asif

له طالبانو نه غوشتنه کیژی چی تکبر غرور ونکی بیا به هغه دی ورسیانو احمدشاه مسعود دی وخت لیبی وروشی زما په فکر په طالیب کی زیاتره داسی کسان شته چی هغو ی د تکبر قبر نه بغیر بل کار نشته او الله پاک هیچکله متکبرین نه خوشوی

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x