افغانستان

دفاع وزارت هغه سپین ږیري نیولي چې د کلابندو عسکرو د خلاصون هڅه یې کوله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت دفاع وزارت د هغو قومي مشرانو او سپین ږیرو د نیولو خبر ورکړی، چې په کندوز ولایت کې یې د کلابندو عسکرو د خلاصون هڅه کوله.

ددفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه قومي مشران او سپین ږیري د طالبانو د نفوي کسانو په نوم یاد شوي او څرګنده کړې یې ده چې نوموړي کسان د کندوز مرکز اړوند «کله ګاو» سیمه کې یوې امنیتي پوستې ته ددې لپاره ورغلي وو، چې په پوسته کې کلابند عسکر طالبانو ته تسلیم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو سیمو کې په زرګونو دولتي عسکر، پولیس او اربکیان چې د طالبانو لخوا کلابند وو، د قومي مشرانو په منځګړیتوب له کلابندۍ آزاد شوي او ګڼې ولسوالۍ او پوستې طالبانو ته سپارل شوي دي.

که څه هم تردې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د هغو قومي مشرانو او سپین ږیرو د نیولو امر ورکړی وو، چې د کلابندو پوستو او عسکرو د خلاصون لپاره د منځګړیتوب هڅې کوي؛ خو په دې سربیره بیاهم نن د سه شنبې په ورځ د زابل ولایت شاه جوی او سیورۍ ولسوالۍ د قومي مشرانو په منځګړیتوب طالبانو ته تسلیم شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

اوس دي خدای خیر پیښوي. د کابل خریلو اوس د قام د سپینږرو ږیرو او لنګوټو ته هم لاس ورواچاوه. ددوئ مشر اشرف غني خو د خپل قام په یوه سپینږري پرتوګ هم وایستی او یو شمیر نور یې د رولا په غوښتنه په مسجد کښي کښینولي وه چي پر دې خبره شاهدي ووایي چي د دوئ په کلي کي یوه پلار پر خپله لور دوامداره جنسي تیری کاوه او دوه ماشومان یې هم په راوړي وه. دا پروپاګنډ د دې لپاره چي د ښځو د امن کورونو د فحشاء پروژه مجوزه وګرزوي. طالبانو ته په کار ده چي د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x