نظــر

طالبان؛ او په داخل او ګاونډ کې ډیزاين شوي تحولات!

استاد محمد زمان مزمل

د قطر شنډو مذاکراتو نتیجه هماغه شوه چې د قضیې حل یې په منطقي ډول امریکا او هغه طرف ته چې د معاملې توان او ذوق لري پرېښودل.

دا چې طالب مشرانو استانبول شاته کړ دا پکې یؤ قوي احتمال په همدې موخه پرانیست چې افغانستان د یؤ ملي حل ظرفیت نلري.

دا چې د معاملې طرف به پکې کابل وي که طالب دا ددې تحولاتو ډیزاین شوی مسیر په نښه کوي.
کابل ته د انګلیس او پاکستان د لوی درستیزانو راتګ دا پکې اول سوال پارونکی تحول دی، د پاکستان لوی درستیز تحرک لس سواله په ځای پرېږدي او دا چې له هغه سره د انګلستان لوی درستیز ملګری کېږي دا پکې شل نور سوالونه ایجادوي.

که په همدې حساب د سوال پارونکو تحولاتو پسې پل واخلو نو په پاکستان کې پاړه چنار او کویټه کې د امریکا لخوا د اډو غوښتل بل تحول دی او دا چې پاکستان پکې روک او سپین دریځ نه ښیي دا پکې بل یؤ شکمن سیاست دی.

همداسې چې په همدې سلسله کې د شکمنو تحولاتو پسې پل واخلو نو د طالبانو په قطر کې د کابل فوځ د جنګیالیو د تدریب او ټرینینګ مرکز غوښتنه دا پکې نه دا چې سوال پارونکی ده په عینې حال کې یؤ کمیډي تحول دی چې کاوبای امریکایان یې په خپلو بې وسو دوستانو هم منلی شي هم زغملی.

چې له دې ور تېر شو د جوبایډن او پوتین ملاقات او بیا پکې د زٰړو ناندریو سپیناوی چې په جومات کې د وژل شوو کسانو لپاره څه ځواب لري دا خپله ښیي چې ددې ډیزاین شوو تحولاتو لپاره جوبایډن د خپل حریف سپورې په خندا وزغملې.

که په همدې حساب د امریکایي مشرانو اظهاراتو ته لاړ شو هغه تر دې سوال پارونکې دي د خپلو لښکرو د وتلو او په کابل کې د خپلو ملګرو ناهیلۍ ته د بې ځوابۍ له مخې کله له بهر نه او یا استخباراتي عمل په ذریعه د همکارۍ تسلي ورکوي او بیا په دې خاطر چې طالب پکې ونه پارېږي په يؤ بل تور ماښام کې همدا خبره په یو بدل تعبیر کې داسې عوضوي چې که د امریکا سفارت په خطر کې شو او د څو ورځو په تېرېدو دا هم پکې یوه بله د وارخطایي خبره ده چې که سفارت تر ګواښ لاندې شو موږ به خپل سفارت وتړو.

دا ټول تحولات چې سره پرتله او تفسیر کړو او بیا هغه د څو درجنه ولسوالیو له سقوط سره پیوند کړو نو ډېر سطحي تحلیل کونکی هم پکې پوهېږي چې ددې تحولاتو شاته د معاملې او بولۍ خطرناک احتمال شته.

دا چې دا معامله به له طالب سره د کابل پر ضد او یابه د کابل او پاکستان سره د طالب پر ضد وي دا هغه پېچلې غوټه ده چې امریکا پکې تر اوسه کامیابه روانه ده.

د یوې خوا د طالبانو پرمختګ او د بلې خوا د شمال د جبهې مخکښانو ته په کابل کې حساسې دندې سپارل دا پکې د هغه تقسیمېدونکي افغانستان خطر ښيي چې سیاستمداران لا په کابل کې تر اوسه د مذاکراتو لپاره نۀ په عالي شورا موافق شول او نه هم قطر ته د یوې باوري جرګې په لېږلو.

تر کومه چې زه پوهېږم او د طالبانو پرمختګ او د امریکا نۀ ورخطایې ته ګورم ماته ښکاري چې دا ټول تحولات ددې لپاره ډیزاین شوي چې طالبان د خپلو شوو فتحو په پای کې په یؤ سیاسي چړ کې وغورځول شي، ماته راتلونکې ورځې د بدو پایلو له مخې بلاربې ښکاري.

ګورئ! چې دا بدبخت ملت به بیا د تېرو جګړو په شان پکې د جګړو یؤ بل تریخ پړاو ته غورځول کېږي.

د ولسوالیو مسلسل سقوط د امریکا او د هغه د ملګري حکومت سوړ سکوت دا الهام له ځان سره لري چې مبادا د پروني تاریخ نه عبرت نه اخیستی طالب او په مرګونو مخامخ روان طالب په درېیمه او بدغونې محاصره کې دا ځل د دشتې لیلې او جنګي کلا په بدتره یؤه ماجرا کې ښکیل کړي د جنګي کلا او د دشتې لیلې فاصله ښئي چې دا ځل به ددې اوږدې فاصلې او مسلسلو فتحو په غرور روان طالب بیاهم د خپلې دنیا د توطیو په ناخبرۍ کې مبادا هماغسې یوه خونړۍ فاجعه کې ښکیل کړي.

هغه چې د ملګرو ملتونو ایله جار مسولین یې له وار د مخه ګاونډیانو ته د مهاجرینو د منلو او زغملو توصیې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

محترمه ستا تحلیل ته په احترام سره مګر ستا تحلیل که له اوسنی حالت پنځلس کاله مخکی وای نو ډیرو به غوره او پر ځای بللی وای مګر اوس شل کاله تیر شوی دی چین روسیه دډار له حالته وتلی او یو اقتصادی سالم سیاست پر مخ بیایی چی پکی لاس ته راوړنی هم لری امریکا او ناټو دنزول په طرف ستړی سیاست او داوږو بار یی دروند ښکاری پاتی شوه دکابل آداری او دشورا نظار ټول پاتی شونی په دومره عیش او نوش روږدی شول چی اوس به دمرمۍ له غږ سره په کلاب او ترکیه کی هم سوړ… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

سرفراز صاب پښتانه یو متل لري او وایي چې (( لاد پټي سر دی پټۍ وروسته سورور دی)) د شمال د ځینو ولسوالیو سقوط د شمال د سقوط او طالب ته د افغانستان د سقوط په معنی نه دی بلکه د یرغلګرو د فکري او انساني سقوط په معنی دی طالب چې اوس کوم اور بل کړ په دغه اور کې به په خپله هم وسوزی او ملت به هم وسوزوی ځکه چې دغه یرغل یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو پر خلاف دی. طالب چې په کوم لاره روان دی د هغه او د دې ویاړلي ملت د… نور لوستل »

عبدالروف

د نن ټکې آسیا له مسٹولینو نه هیله لرم ٗ چې د مغرضو او بی خبرو اشخاصو لیکنی او تبصري چې شکونه او تشویشونه ایجادوې ٗ ډډه وکړې ٗ لکه د پورتنې لیکنی لیکونکی .

غوربندی

لا حول و لا قوة الا بالله

كه د بی بی سی خبریال داسې مغشوشونکی تحلیل وړاندې کړي نو هېڅ ګیله ترې نه ده په کار،،

ای کاش چې په دا تېرو شلو کلونو کې مو خپل آخور پیدا کړی وای!

سلامت خان

د معلم صاحب محمد زمان خان د تشکیک د نوکریوالۍ لکه چې یو څو هفتې لا پاتې دي.

تور سپین

سوسيالستان چه ډير بد وړى هغه د سوسيل ديموکراتاڼو څخه. دليل يى، د سوسيل کليمه يى د خلګو د خطا ايستلو د پار د خپل ګوند پورى موښلولى دى. حزبى اسلامى هم د مسلمانانو د خطا ايستلو د پاره د اسلامى کليمه پر خپل کرغيړن ګوند پورى مښلولى ده. او دى ويروس بيا استاذ هم پر اضافه کړى ده. شىطان هم اول استاذ وو ولى اخير د الله په غضب ېى ځان ګرفتاره کى. طالبان غواړى اول هغه کسان چه په بريتو يى ګوته وهله لکه ګيلم جم، عطا . شوراى نفاق و چوروچاپول او بعضى موشخواره وطنفروشه، چه د… نور لوستل »

طاهر ثابت

مزمل دهغی دوری کس دی چه خلک دغلامانو په اداری معتقد وو. دغلامانو سیاست دخارجیانو په لاس رامینځ ته سوی حکومتونه منل او لا هم پری معتقد دی. هغوی دا نسی منلای چه یوملت په خپله دحکومت کولو او نوی بدلون صلاحیت لری.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x