افغانستان

د قومي مشرانو په منځګړیتوب زابل او ارزګان کې سلګونه کلابند عسکر آزاد شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): زابل ولایت په سیورې او شاه جوی او د ارزګان ولایت چورې ولسوالیو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب سلګونه کلابند عسکر د طالبانو لخوا په مشروط ډول آزاد شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان وايي، پرون سهار په سیوري ولسوالۍ کې یو غټ توپچي کنډک چې په سلګونه میله درنه او سپکه وسله او لسګونو عرادې ټانګونه او رینجر موټرونه په کې وو، د قومي مشرانو په منځګړیتوب طالبانو ته سپارل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، د کنډک کلابند عسکر د طالبانو په «بدرګه» تر مرکز کلات ښار پورې رسول شوي او د کنډک ټولې وسلې او مهمات طالبانو ته پاتې شوې دي.

د سیوري ترڅنګ تیره ورځ ناوخته د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ مرکز او همدا نن سهار د سیوري ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او اړوند دولتي تأسیسات هم طالبانو نیولي دي.

زابل ته څېرمه د ارزګان ولایتي چارواکي هم وايي، چې د چورې ولسوالۍ امنیتي ځواکونه د قومي مشرانو په منځګړیتوب د طالبانو له کلابندۍ ژغورل شوي او یاده ولسوالي طالبانو نیولې ده.

خو بل لورته په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسئولین بیا وايي، چې د نظامي شورا د پرېکړې له مخې او د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د زابل او ارزګان یو شمېرولسوالیو څخه دولتي عسکر را ویستل شوي دي.

طالبانو هم د زابل شاه جوی او سیوري او ارزګان ولایت چورې ولسوالۍ نیولي او هلته کلابند عسکر ورته له وسلو او مهماتو سره تسلیم شوي دی.

په زابل او ارزګان ولایتونو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب دولتي عسکر په داسې مهال طالبانو ته تسلیمیږي چې همدا نن دفاع وزارت په کندوز ولایت کې د هغو قومي مشرانو او سپین ږیرو د نیولو خبر ورکړ، چې غوښتل یې په کلابندو سیمو کې ایسار دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم او بیا یې آزاد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x