ټولنیزه برخه

پياوړي شخصیتونه هغه دي چې باهدفه وي

صدیقه پوپلزۍ

قوي شخصیتونه:
هر څوک خوښوي چې شخصیت یې قوي وي، د قوي شخصیت په هکله د خلکو تصورات  بېلابېل دي، ځینې خلک وایي چې قوي او ځواکمن شخصیت هغه دی چې په نورو باندې خپله واکمني ټینګه کړي او هغوی تر خپلې واکمنۍ او ولکې څخه لاندې وساتي.

یو شمېر فکر کوي چې قوي شخصیت هغه دی چې له نورو څخه زیات مال کسب راټول کړي او بیا له همدې لاري په ټولنه کې یو ځانګړی موقعیت د ځان لپاره ترلاسه کړي، یا هم په روا او ناروا، جایزه او ناجایزه وسیله چې ممکن وي خپل موخه او مقصد ته ځان رسول او هغه لاس ته راوړل دي.

ځینې وایي چې قوي شخصیت هغه دی چې پهلوان وي او نور په ځمکه باندې راڅملوي.

په حقیقت کې دا ډول تعریفونه سم نه دي او نه دا د قوي شخصیت مفهوم دی.

په یوه مبارک حدیث کې رسول الله ص په همدې هکله فرمایلي: پهلوان هغه څوک نه دی چې نور په ځمکه باندې راڅملوي، یقینا حقیقي پهلوان او قوي شخصیت هغه دی چې د قهر او غوصې حالت کې خپل نفس په خپل واک او کنټرول کې وساتي.

قوي شخصیتونه خپل نښي نښانې لري:

د قوي شخصیت یوه ستره نښه داده چې د کارونو ترمنځ توازون رامنځ ته کولای شي. د کارونو په هکله یوازې په یوه جانب باندې له حده ډېر ټینګار نه کوي.

له خپلو نورو همفکرو ملګرو سره خپل ځان منسجم کول، او په غوره توګه د ټولنې له افرادو سره ټولنیزې اړیکې په ښه توګه ټینګول، او د هغوی د نقد، مشکلاتو او تکلیفونو څخه نه اغېزمن کېدل.

په ټولنه کې د اصلاحاتو او سمون په رامنځ ته کولو باندې برلاسي کېدل.

کوم کسان چې قوي شخصیتونه لري، په ځان باور لري، او له نورو سره په داسې لهجه خبرې کوي چې هغه دده له شجاعت او قوي شخصیت څخه نمایندګي وکړي.

د ستونزو او مشکلاتو په مقابل کې خپل ځان د صبر په هر اړخیزه ګاڼه او زیور باندې سمبالوي. په اسلامي اصولو ځان برابروي.

موږ کولای شو د الله تعالی نه د مرستې غوښتلو سره قوي شخصیت ترلاسه کړو، مناسب هدف وټاکو، تل مثبت فکر ولرو.

هم خپل د بریا لپاره کار کول هم نورو لپاره کار کول د قوي شخصیت د رامنځ ته کېدو ستر لامل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Sallamoona Popalzai Khori

First of all, thank you so much for your golden words and contribution.
I would strongly incourage all mothers and sisters to contributes and 
share their views and prospect on this site.

Many thanks 
محمد صالح

حضرت عمر فاروق رض ښځي د مساجدو څخه منع کړې چي فتنې ځني پیدا کیدو خطر وو. نن ټکي اسیا ادارې د ایډمینانو څخه په درنښت هیله کیږي چي د ښځو نن ټکی اسیا په نوم بله ویب پاڼه جوړه کړي او ایډمیني دي یې د خپل کور ښځو ته وسپاري چي یوازي دي ښځي مطلبونه ورته رااستوي او کمینټونه دي هم ښځي ورکوي. او بیا چي ښځه لیکنه کوي هدف به یې پیغام رسول وي نه د خپل ښځینه نوم نمایش. موږ هم د دې پاڼي مینه وال یو او ډیر پخواني مینه وال یې یو. دا یوه مردانه… نور لوستل »

Ayesha yousufzai

ډیر زیات قدرمنو وروڼو ! د ډیر تاسف وړ‎ خبرہ دہ چی اوس ھم داسی تنگ نظری موندل کیږ‎ی ۔ دلتہ خو کوم غږ‎ یا تصویری پیغام نہ نشر کیږ‎ی چی د ستاسو پہ غیرت باندی حملہ وی ۔ دلتہ زمونږ‎ ډیرہ با استعدادہ خور صرف لیکنہ کوی چی نہ د شرم وړ‎ دہ او نہ د پټو ټک وھلو ضرورت شتہ ۔ او بل دا چی دا کوم اسلامی ورور مو دی ھغی کومہ شخصی خبرہ خو ندہ کړ‎ی ۔ صرف یی ورتہ خور او مور وئیلی دی ۔ زمونږ‎ د مسلمانانو مور بی بی عائشہ بہ ټولو صحابہ… نور لوستل »

محمد صالح

زموږ ټولنه یوه اسلامي او پښتني ټولنه ده. د اسلامي او پښتني ټولني مششخصه داغه ده چي د ښځو مجلسونه بیل او د نارینه وو دا بیل وي. ټول هغه مسلمان ملتونه چي د نارینه وو او ښځینه وو اختلاط مخه یې نه ده نیولې په فساد اخته سوي دي. په مدینه منوره کي همدا یوه ښځه حضرت عایشه رض نبي علیه سلام د دې لپاره په نکاح کړل چي د اسلامي فقهي عالمه سي څو ښځي اړتیا پیدا نه کړي چي د یوه نارینه فقهه یا عالم څخه دین زده کړو ته ورسي. خو دې علمي حیثیت د حضرت… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x