افغانستان

هندي چارواکي قطر ته د طالبانو سره لیدو ته تللي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): هندي رسنیو د قطري چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې هندي چارواکو په قطر کې له طالب استازو سره د لیدو لپاره دوحې ته تللي دي تر څو د افغانستان د روان وضعیت په اړه ورسره خبرې وکړي.

په هندوستان ټایمز ورځپاڼه کې د شخړو په حل کې د مینځګړیتوب لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي دکتور مطلق القحطاني له قوله لیکلي، چې هندي چارواکو د طالبانو سره د لیدو لپاره دوحې ته سفر کړی دی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي چې لیدنه شوې کنه.

هغه داسې ویلي: «هندي چارواکو قطر هیواد ته غیر علني سفرونه کړي دي.. تر څو د طالبانو سره وګوري؛ خو ولې؟ ځکه هر څوک فکر نه کوي چې طالبان به د زور له لارې ټول واک ترلاسه کړي، خو دا خبره مهمه ده چې طالبان به د افغانستان په راتلونکي سیاست کې کلیدي رول ولري.»

طالبانو سره د هندي چارواکو پټې اړیکې په داسې مهال رسنیزې کیږي چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر په دې وروستیو کې درې ځله قطر ته سفر کړی ؤ او هلته یې قطري چارواکو سره لیدنې ترسره کړې وې.

قحطاني دا څرګندونې د شخړو او بشري څیړنو د مرکز او همداسي عربي مرکز واشنګټن ډي سي په ابتکار را بلل شوي آنلاین غونډې ته وینا کې وکړې او بیا یې د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل.

داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د هندوستان له بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.

د شخړو او بشري څیړنو د مرکز او همداسې عربي مرکز واشنګټن ډي سي په ابتکار را بلل شوي غونډې ته د ډاکټر مطلق القحطاني د وینا مهمې ټکي په لاندې ډول دي:

1- د افغانستان په جګړه کې عسکري فتحه د هیڅ چا غوښتنه نه ده، فکر نه کوو چې کوم اړخ به وتوانیږي.

2- د دوحې تړون ته تر رسیدو مخکې د سولې په پروسه کې ډیر خنډونه او مشکلات را منځته شول.

3- د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د دوحې تړون پر اساس وو، دا پریکړه یو ناڅاپې نه وه.

4- د دوحې تړون کې راغلي چې  هیڅ تروریستي تنظیم ته به اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان ځمکه وکاروي.

5- داخلي اړخونو په پیل کې فکر کوی چې دوی به خپل اختلافونه په خپل منځي توګه حل کړي او د چا منځګړیتوب ته به اړتیا نه وي، خو مونږ داسی فکر نه کاوه.

6- د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د قطر منځګړیتوب د دواړو اړخونو په غوښتنه وو.

7- د جنوری وروسته بدلونونه چې په هغو کې د امریکا مشرتابه کې بدلون او په اپریل میاشت کې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پریکړه، په افغانستان کې د سولې پر پروسه باندي منفي اثرات لرل.

8- که افغاني اړخونه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته فرصت څخه ګته پورته نه کړي، نو بې اتفاقي او انتشار به را منځته شي او ددوی تر منځ به کشمکش په کورنۍ جګړه بدل شي.

9- د اوربند او تاوتریخوالي کمښت نور عملي بڼه نه لري، ځکه په افغانستان کې د قدرت خلا را منځته شوې او هر اړخ غواړي چې دغه خلا ډکه کړي، اړخونه جګړې او مذاکراتو ته پر یوه وخت اړتیا لري تر څو په مذاکراتو کې خپل موقف قوي کړي.

10- اوسنی عملي قدم به دا وي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره معین وخت او اجنډا معلومه سي.

11- تیره اونۍ مو پيشنهادونه ورکړي، چې په هغه کې پر اجنډا باندي اتفاق او وخت ورکول سوی چې مذاکرات باید د راتلونکي سپتمبر تر ۱۱مې نیټې پایته ورسیږي.

12- پر افغانستان باندي هیڅ څوک باید تنافس ونه کړي، بلکې باید په افغانستان کې د سولې لپاره متحد سو او یو د بل سره تعاون وکړ. او افغان ولس باید هیڅ چاته اجازه ورنه کړي چې ددوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړي او یا په راتلونکو سیاستونو کې.

13- د امریکایي ځواکونو وتل ټول اړخونه په یوه محرج موقف کې راوستل.

14- د کورنۍ سولې پروسه د افغانانو خپله پروسه ده، ځکه یې نو مشري او پرمخ وړل ددوی په غاړه وي.

15- ټولو افغانانو ته یو تاریخي مسؤولیت متوجې دی، تاریخ به پر دوی حکم کوي چې د فرصت څخه یې ګټه پورته کړه او کنه.

16- که چیري امریکايي ځواکونه ووځي او کورني اړخونه د سولې یوه تړون ته ونه رسیږي، نو مونږ به د یوه نامعلوم حالت سره مخ یو او د جګړې غځېدا ویره هم شته.

17- د افغانستان په شخړه کې ښکېل دواړه اړخونه سوله غواړي خو دا چې څرنګه سوله، په دې اړه لا پوښتنه مطرح ده.

18- که افغاني اړخونو تر منځ د سولې ریښتینې توافقنامه رامنځته نشي، هیوادونه به د افغانستان په بیا رغونه کې د ګډون په اړه زړه نا زړه وي.

19- د افغانستان په بیا رغونه کې د قطر هیواد د رول په اړه خبره تر وخت مخکې ده.

20- سوله ییز افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په شمول د ټولو په مصلحت دی.

21- مونږ په یوه سخته مرحله کې یو، ځکه نو هره ناسته باید ټول اړخونه په سوله ییز توګه د خپلو اختلافونو حل ته تشویق کړل شي.

22- افغانستان باید د نیابتي جګړو په ډګر ونه ګرځي.

تردې وړاندې د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هندي چارواکو په حواله راپور ورکړی ؤ، چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر په ګډون لوړ پوړو چارواکو د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون یو شمېر طالبانو سره د اړیکو چینلونه پرانیستي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

NANN STA DOSHMANAN TA TAH SALLAM KAWI

طوطی

ښه خبره ده. طالبان که په ریښتیا استقلالیت ولری بیا یی حق دی چی له ګاونډو هیوادونو سره تعلقات ښه کړی او خپل ځانونه د نړی په سطح مطرح کړی. کچیری طالبانو هندی هیت سره خبری کړی وی دا یوه ښه خبره ده چی د طالبانو حیثیت به خورا لوړ کړی او د خلکو له ذهن څخه به دا اندیښنی هم لری چی طالبان د پنجاب عسکر دی خو کچیری بیا دوی ویره له پاکستان څخه لری او ورسته وایی چی د هند له هیت سره مو ندی لیدلی دا بیا بله خبره ده.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x