نړۍ

محمود خان اچکزی: که آی ایس آی وغواړي په افغانستان کې په یوه میاشت کې امن راوستلای سي

mahmood_khan_achakzaiنن ټکی آسیا: د پاکستان د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني له خوا را غوښتل شوي د ټولو سیاسي تنظیمونو مشرانو تیره ورځ په اسلام اباد کې د مسلسلو ۸ ساعتونو لپاره غونډه وکړه، په غونډه کې لومړی، لومړي وزیر خپل موقف څرګند کړ، او بیا د آی ایس آی مشر جنرال شجاع پاشا ته د خبرو موقع ورکړه شوه.

پاشا د حقاني ګروپ سره خپل د ادارې ټولي اړیکي په کلکه رد کړې او زیاته يې کړه

چي دوی د حقاني او نه بلي کومي ډلي سره د یوې روپۍ او نه هم د یوې مرمۍ کومک کړی.

خو د هغه د تقریر په دوران کې د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف وویل: (دال می کچهـ تو کالا هی) یاني په دال کې خو یو څو توري داني سته، ځکه نړی شور کوي،

د هغه په ځواب کې د فوځ مشر جنرال اشفاق کیاني وویل چي تاسو ته به ټوله حقیقت وړاندي کړه شي، خو د پښتونخوا ملي عوامي مشر محمود خان اچکزي جنرال پاشا ته وویل چي که آی ایس آی وغواړي په افغانستان کې په یوه میاشت کې امن را وستلای سي.

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان وویل چي جګړه ډیره وشوله، اوس باید امن او سولي ته وخت ورکړه شي، او که د جګړې په اړه کومه پریکړه کیږي نو دی به دا پریکړه بیخي دستخط نه کړي.

د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وویل چي نن امریکا زمونږ څخه د حقاني نیټ ورک په ضد د عملیاتو غوښتنه کوي، که مو نن دا خبره ورسره ومنل، صبا بیا وايي چي په کویټه ښار کې د طالبانو شوری وجود لري، د هغه په ضد باید عملیات وکړی، او داسي به دا سلسله جاري وساتل شي.

هغه وویل چي پاکستان باید خپل ستراتیجیک او خارجه پالیسی بدله کړي، او زیاته يې کړه چي د پاکستان ټوله ولس د فوځ تر شا ولاړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x