د حماس ډلي مشران - خالد مشعل او اسماعیل هنیه

د حماس د جهادي غورځنګ لنډه پیژندنه

لیکوال: فاتح  کاروان

د فلسطیني جهادي ډلو په منځ کې د حماس د جهادي غورځنګ  اهمیت له هیچا نه پټ نه  دی، حماس هغه جهادي حرکت دی چې  د تأسیس کیدلو سره سم يې د فتح یا شهادت په شعار عمل وکړ او دا دې تر نن ورځې د اسرائیلي نیواکګرو پر ضد په وسله وال جهاد بوخت تنظیم دی، که څه هم چې د حماس په هکله په دجالي رسنیو کې ډول ډول پروپاګند او بې اساسه تبلیغات کیږي خو حقیقت دادې چې دغه تنظیم د اسرائیلو د پرمختګ په لاره کې تر ټولو ستر خنډ دی، په لاندې څو کرښو کې به د دې جهادي غورځنګ په هکله  لنډ معلومات له  تاسو سره شریک کړو.

حماس چې مکمل نوم یې(حرکة المقاومة الاسلامیه) دی،  د خپل موجودیت  باقاعده اعلان یې په کال ۱۹۸۷ د دسمبر په ۱۵ نیټه وکړ، او د خپلې مبارزې هدف یې  دفلسطین آزادي اعلان کړ.

د حماس د تنظیم مشران په فکري لحاظ د اخوان المسلمین تر اثر لاندې وو، د دې تنظیم  جوړښت بیلابیلې مرحلې لري، خو دومره مهمه ده چې ووایو:  د حماس په رامنځ ته کولو کې  د اخوان المسلمین د مبارزینو ونډه ډیره مهمه وه، کله چې اخوان المسلمین د فلسطین په  یافه، حیفه، بیت المقدس او غزه کې  خپلې څانګې پرانستلې نو  د دغه ټولو څـانګو د همغږئ او د فعالیتونو د لا منظم کولو لپاره د دوی ترمنځ د اتحاد ضرورت و، چې همدې نقطې ته په پام سره  لومړنئ  دوه ورځنئ غونډه په کال ۱۹۴۶م د مارچ په شپږ ویشتمه نیټه  جوړه شوه، د دې غونډې ایجنډا د فعالیتونو همغږې  کول او د یهودیانو پر وړاندې د مبارزې  نظم او ډسپلین و، چې ښې پایلې یې درلودې؛ دوهمه غونډه بیا په کال ۱۹۴۷م  د اکتوبر په میاشت کې  په حیفه ښار کې جوړه شوه، په دې غونډه کې اخوان اعلان وکړ چې : زموږ حرکت د یهودیانوپرضد خپل ټول شته وسایل استعمالوي، او د هر هغه چاسره  همکارئ ته چمتو یو چې د اسرائیلي نیواک پرضد د دوی سره یو ځای کار کول غواړي؛ وروسته نو د اسرائیلو پر  ضد د اخوان المسلمین  د غړو لخوا د فلسطیني ولس سره پراخې مرستې شروع شوې، اخواني مبارزینو به  له  مصر، اردن،عراق او سوریي نه  فلسطینی سیمو ته سفرونه کول او هلته به یې په جهادي عملیاتو کې برخه اخیسته.

د حرکت المقاومة لاسلاميه د تنظیم د جوړښت هڅې(۱۹۶۸ــــ۱۹۸۰م):

وروسته له هغې چې د عربي هیوادنو ګډو پوځونو د اسرائيلو پر وړاندې ماتې وخوړه دا نو ۱۹۶۷ م کال و چې  اسرائیلو د ګولان، سیناء او غزی په سیمو کې پراخ پرمختګ وکړ، سیمې یې لاندې کړی او فلسطیني ولس ته ډیرې ستونزې جوړ ې شوې، اخواني مبارزینو ته هم په فلسطین کې د فعالیتونو روان ساتل  سخت شول، نو يې د اردن د سیند له غاړو په اسرائیلي  عسکرو او دولتي تاسیساتو خپلو حملو ته زور ورکړ، اخواني مبارزینو خپل ډیری فعالیتونه  شیخون له کیمپونو نه تر سره کول، په همدغه وختونو کې د مختلفو خلیجي هیوادونو لکه مصر، عراق، سوریه، اردن، یمن او… نه اخواني رضاکارانو په یاده مبارزه کې د برخې اخیستو په موخه د اردن د سیند غاړو ته ځانونه ورسول چیرته  چې د اخواني مبارزینو مرکزونه موجود وو.

په  کال  ۱۹۸۷ د نومبر په میاشت کې د فلسطین د اسلامي تنظیم لخوا د خپل ښکاره فعالیت اعلان وکړ، د اعلان د شهید شیخ احمدیاسین په مشرئ کې وشو؛ د دې تنظیم ډیری غړي فلسطیني ځوانان وو، خو د نورو عربي هیوادونو مسلمانو مبارزینو چې نږدې ټول یې اخوانیان وو، هم  په کې برخه درلوده، دا نو هغه وخت چې  د الفتح  د تنظیم نه پرته په مصر کې بل کوم مهم او په سیاسی لحاظ مشهور تنظم نه و، د حماس د جهادي غورځنګ جهادي فعالیتونه له همدې ځایه په ښکاره ډول د اسلامي مقاومت تر نامه لاندې شروع شول، د الفتح  تنظیم سره د حماس مخالفت په دې ټکې کې و چې دغه وخت الفتح په مذاکراتو او د امن په کانفرانسونو باور درلود، وسله واله مبارزه یې رد کوله خو حماس بالعکس داسې دریځ درلود: موږ ته خپله آزادي مهمه ده، که هغه د سولې او مذاکراتو له لارې وي یا د وسله والې مبارزې له لارې، اسرائیل باید د فلسطین  خپلواکي تسلیم کړي، خپل پرمختګ ودروي  او ټولې هغه سیمې دی خوشې کړي  چې له فلسطینیانو یې نیولي دي.

د حماس جهادي غورځنګ عقیده درلوده چې د فلسطین د آزادي لپاره باید  د فلسطینیانو، عربو او عجمي اسلامي هیوادونو لخوا شریکه مبارز ه و  شي، اوس هم  د حماس اسلامي جهادي غورځنګ په دې باور دی چې د فلسطین د بشپړې آزادئ لپاره باید ټول مسلمانانو د خپل مسؤلیت سره سم  د یهودیانو پرضد په مبارزه کې  برخه واخلي.
د حماس  د جهادي غورځنګ د دریځ تشریح:

فلسطیني حرکت:

په فلسطین کې باید د یهودیانو پر ضد د جهاد ډیوه بله وساتل شي، او باید فلسطیني ولس ته  داسې احساس ورکړل شې چې له جهاد پرته  د آزادئ لپاره بله  هیڅ کومه  ګټوره وسیله نشته دا مبارزه دی تر هغه  وخته په پوره شور او زور سره دوام ولري تر څو چې نور دوه حرکتونه رامنځ ته او خپل فعالیت شروع کړي.

عربي حرکت:

عرب هیوادونه باید د یهودیانو خطر درک کړي او د فلسطین موضوع ته پوره اهمیت ورکولو سره  خپل ټول وسائل په کار واچوي تر څو فلسطین آزاد شي، عربي مشران باید هیره نه کړي  چې د دوی  او د یهودو تر منځ  یواځنې خنډ د فلسطیني ولس جهادي مبارزه ده، هر وخت چې فلسطیني ولس له جهاد نه لاس واخلي او یا خدای مه کړه مبارزه ناکامه شي نو بیا به  عربي هیوادونه یو پر بل پسې د اسرائیلو لخوا اشغالیږي.

عجمی اسلامي حرکت:

عجمي اسلامي هیوادونه باید هیڅکله فلسطین له ځانه جدا و نه ګڼي، فلسطین که له یوې خوا د ډيرو پیغمبرانو د زیږیدا مبارکه ځمکه ده، له بلې خوا دغلته د بیت المقدس او په  دوهم قدم  کې د مسلمان امت لپاره دریم مهم مسجد( مسجداقصی) موجودیت هم هغه څه دي  چې باید عجمي مسلمانان يې  د آزادئ په لاره کې  له هیڅ قسم قربانئ نه دریغ و نکړي.

د امن د مذاکراتو په هکله د حماس دریځ:

۱: د اسلامي مقاومت جبهه د امن د مذاکراتو مخالفت نه کوي، مګر داسې مذاکرات غواړي چې په پایله  کې يې فلسطین ته بشپړه آزادي او خپلواکي ورکړل شي، یهودیان دی  د فلسطینیانو پر وړاندې له هر ډول ظلم او ستم نه لاس واخلي، په دوهم صورت کې موږ ته دا مذاکرات د منلو  وړ نه دي.

۲:  اسلامي مقاومت جبهه د فلسطیني سیاسي تنظیمونو او اسرائیلو ترمنځ شویو تړونونو ته ځان پابند نه بولي، ځکه  چې د دې تړونونو په نتیجه کې د فلسطین د خپلواکئ حرکت ته سخته صدمه رسیدلې او امتیازات ټول اسرائیلو ته ورکړل شوي دي.

۳: د کومو نړیوالوغونډو په ترڅ کې  چې یهودیانو ته د فلسطین په ځمکو کې  د کورونو او آبادیو د جوړولو اجازه ورکړل شوی ده، دا پریکړې هیڅکله موږ ته د منلو وړ نه دي، ځکه چې دا په لوی لاس د فلسطین دخپلواکئ او د اسلام پر ضد یوه نړیواله کفري دسیسه ده.

د اسلامي مقاومت جبهه په دې باور ده چې د فلسطین د آزادئ او خپلواکئ له اخیستو پرته هر ډول غونډې او تړونونه چې د اسرائیلو او امریکایانو سره ترسره کیږي، بې معنی دی او باید وخت پرې ضایع نه شي، داسلامي مقاومت جبهه د فلسطیني ولس د هیلو سره سم د فلسطین د پوره آزادئ لپاره  په سیاسي او نظامي دواړو برخو کې خپله مبارزه روانه ساتي ، او هیڅکله به پخپلو اسلامي مقدساتو او د خپلې خاورې په ځمکني او هوايي تمامیت د چاسره سودا و نه کړي.

شهید شیخ احمد یاسین:

شهید احمدیاسین  په ۱۹۳۸ م کال کې دې فاني نړئ ته  سترګې وغړولې نوموړې په داسې وخت  کې  دې نړی ته راغې  چې د فلسطین خاوره  د بریطانوي استعمار  لخوا اشغال شوې وه، شهید احمدیاسین لا  تنکې ځوان و چې د فلسطین او فلسطیني ولس پر وړاندې یې د انګریزانو او نورې کفري نړئ د شومو دسیسو په هکله معلومات درلودل، له هماغه وخته یې  هڅې پيل کړې تر څو فلسطیني ولس ته  له انګلیسي استعمار نه  آزادي واخلي؛ شهید احمدیاسین په وړوکوالي د یوې پیښې له  کبله په دواړو پښو معذور شو، له هغې وروسته یې دیني درسونو ته ملا وتړله، دیني علوم یې  د مصر په مرکز قاهره کې  وویل، قاهره  هغه وخت د اخوان المسلمین مرکز یادیده، هغه اخوان المسلمین چې د عربي نړئ ترټولو لومړنې علمي او سیاسي حرکت و.

شهید شیخ احمد یاسین

شهید شیخ احمد یاسین

شهید احمدیاسین په دې  مفکوره و چې: فلسطین د ټول اسلامي امت شریکه ځمکه  ده، په دې معنی  چې د مسلمانانو د لمړنئ کعبې د موجودیت په سبب دغه ځمکه د ټولو مسلمانانو لپاره   د احترام وړ ځای و، شهید احمدیاسین به ویل: دا ځمکه  د فلسطیني ولس په شمول د ټول اسلامي امت شریکه ځمکه ده، هیڅ یو عرب یا عجم  حکمران دا حق نه لري چې پرسر یې د چا سره سودا وکړي؛ سره له دې د عربي هیوادونو او فلسطیني  سیاسي حرکتونو سره يې  اړیکي موجودی وې مګر  بیا یې هم  د عربي هیوادونو او دالفتح د تنظم بر خلاف داسې شعار درلود: ((تش په نامه امن او سوله ، د امن لاره نه ده، او نه هم  دغه موجوده امن  د جهاد بدیل کیدای شي))  همدغه کلک دریځ او اسلامي شعار و چې  نوموړی یې  د فلسطیني ولس  لپاره په یو ستر جهادي مشر بدل کړ ..

 د حماس د جهادي غورځنګ مشري:

شهید احمد یاسین که له یوې خوا په پښو معذور و خو له بلې خوا يې نظر هم خورا کمزورې شوې و، په ډیر ټیټ آواز به یې خبرې کولې، خو د دې هر څه سره سره د هغه فلسطینیانو لپاره  د هیلو او اروزګانو مرکز او د یو ستر مشر حیثیت درلود چې  د امن او مذاکراتو له  مبهمو او بې پایلې هڅو نه نور ستړي شوي وو، شیخ احمدیاسین ته ۱۹۸۷ م کال کې نړیوال شهرت ترلاسه شو، هغه وخت چې نوموړې  د فلسطین د اسلامي حرکت(حماس)  مشر شو.

وروسته له هغې چې د فلسطیني اسلامي حرکت مشري ور تر غاړې شوه په همدې وخت کې د فلسطیني ځوانانو یو لوی بهیر د دې حرکت پر لور ورمات شو، له هماغه وخته بیا تر ننه د حماس اسلامي غورځنګ په فلسطین کې تر ټولو لوی تنظیم دی، په کال ۱۹۸۹م کې يې  د هغه فلسطینیانو د وژلو امر صادر کړ چې اسرائیلو حکومت ته یې په فلسطیني خاوره کې  جاسوسي کوله، په دې کار سره  نوموړې د اسرائیلو لخوا ونیول شو او په عمر بند محکوم شو، خو وروسته  په کال ۱۹۹۷م کې  دې د هغه دوو تنو اسرائیلیانو په بدل  کې خوشې شو، چې  په اردن کې د فلسطیني سیاسي مشرانو د وژلو په تور د فلسطین لخوا نیول شوي وو، خو د زندان دغه شپې او ورځې وې چې شهید احمدیاسین يې په نړیواله سطحه  ډير مشهور کړ، او په دې سره نوموړی د فلسطنیني ولس لپاره د یو ستر جهادي مشر په توګه راڅرګند شو

نوموړې په همدغه کلونو کې د اردن په هیواد کې د هغه  شریک کانفرانس سره مخالف څرګند کړ ، چې د اسرائیلو، امریکا او الفتح تنظیم لخوا جوړ شوې و، هغه وخت  د فلسطین لومړي وزیرمحمود عباس، چې اوس د الفتح تنظیم مشر دی، په شریکه غونډه کې د مقاومت او وسله والې مبارزې پرضد غږ پورته کړ او په دې برخه کې يې د امریکا مشورې و منلې؛ اسرائیلو له پیله د شهید احمدیاسین نه ډار کاوه او نوموړي ته به یې  د فلسطین بن لادن وایه.

شهید شیخ احمدیاسین په کال ۲۰۰۳م د سپتمبر په میاشت کې د یهودیانو په  یو هوايي برید کې زخمي شو، خو په کال ۲۰۰۴ م د مارچ په ۲۲ نیټه د  یو اسرائیلو په یو بل هوايي برید کې چې د یوې جنګې چورلکې لخوا د میزایل په واسطه ترسره شو، د شهادت لوړ مقام ته ورسید، جنازه یې هملته په فلسطین کې واخیستل شوه، د جنازې د ګډونوالو شمیر یې تر ۲۰۰۰۰۰ تنو رسیده.

د شهید شیخ احمدیاسین د شهادت په اړه نړیوال غبرګونونه:

د دې ستر مجاهد په شهادت سره  نړیوالو مختلف غبرګونونه درلودل، هغه وخت  د ملګرو ملتونو سر منشي کوفي عنان دا کار یو جنایت وباله او محکوم یې کړ، ملګرو ملتونو په دې هکله د اسرائیلو پرضد یو پریکړه لیک هم منظور کړ چې د چین، روس، هندوستان ، اندونیزیا، جنوبي افریقا او ۳۱ نورو هیوادونو لخوا یې ملاتړ وشو، خو دغه پریکړه لیک د امریکا لخوا د فرانسې، بریطانيا او جرمني په ملاتړ ویټو شو.

د اسرائیلو د دفاع وزیر شاول موفاذ شهید احمدیاسین د فلسطین بن لادن وباله او په شهادت یې خوښې څرګنده کړه، و یې ویل: دا د اسرائیلو لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه ده، خو د حزب اختلاف مشر شمعون پیرز وویل: موږ ته معلومه نه وه چې د مشرانو په وژنې سره  مقاومتونه ختمیږي نه بلکې نور هم زور اخلي، دا زموږ یوه غلطه پریکړه وه.

همدغه وخت په عراق کې د امریکا سفیر جان نیګروپونټي شهید شیخ احمدیاسین یو تروریست او خطرناک شخص وباله او  د نوموړي شهادت د اسرائیلو سره خپله خوښي شریکه کړه.

فلسطیني ولس د خپل  دغه ستر قاید په شهادت درې ورځې ماتم  اعلان کړ او د حماس د سیاسي برخې مشر اسماعیل هنیه وویل: شهید احمدیاسین همدې ورځې په انتظار و، نوموړي به تل د شهادت ارزو کوله، د ده په شهادت سره ایریل شارون ځانته د جهنم دروازې خلاصې کړی.

د شهید احمد یاسین رحمه الله یوه تاریخي وینا:

((موږ یوه داسې لاره غوره کړی ده چې  اخري منزل يې فتح یا شهادت دی))

شهید احمدیاسین به ویل: اسرائیل به په ۲۰۲۵ م کال کې ان شاءالله له منځه ځي.

له شهید احمدیاسین رحمه الله نه وروسته  د حماس عمومي مشري  الشیخ عبدالعزیز رنتیسي ته وسپارل شوه، خو ښاغلې رنتیسي هم په کال ۲۰۰۴ د اپریل د میاشتې په ۱۷ نیټه د یهودیانو په یو هوایي برید کې په شهادت ورسید.

انا لله و انا الیه راجعون

د حماس د جهادي  غورځنګ اوسني موقف خور ا په زړه پورې دی، د تیرو څو ورځو راهیسې د اسرائیلو سره په نښتو کې د حماس جهادي غورځنګ و توانیده چې  د اسرائیلو ښارونه په میزایلو وولي، ټانګونه یې والوځوي او او په پیاده عسکرو یې مرګوني بریدونه وکړي، د یو لړ معلوماتو له مخې په تیرو څو ورځنیو نښتو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه اسرائیلي عسکر وژل شوي او تر ۵۰۰ تنو نور یې  ټپیان دي، د حماس د جهادي غورځنګ سره د فلسطیني ولس کلک ملاتړ د دې سبب شوې  چې  د حماس تنظیم په الهي مرسته د یهودیانو پر وړاندې کلک ودریږي، حتی تر دې چې دغه سرکشه او بدماش یهودیان یې اوس ډز بندئ غوښتلو ته مجبور کړي دي، دا چې وړاندې به څه کیږي، هغه نو الله جل جلاله ښه پوهیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
زاهدزاده فراه رودی
میلمه
زاهدزاده فراه رودی

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی .. زما دامت یوه ډله به غالبه وی دچاخذلان او مخالفت به یی په وړاندی خنډ نشی جوړیدی اصحاب پوښتنه کوی داکومه ډله اوچیری به وی رسول الله وفرمایل دوی به په بیت المقدس او شاوخواکی دبیت المقدس وی

خان
میلمه
خان

یا الله پاک ته د حماس د مجاهدینو نصرت وکړه او د اسرایلو د ظلم څخه یی نور په امان کړه او یا الله ته په خپل دی کوچنی ټولی دی ستر د وخت فرعون ته شکست ورکړه.