افغانستان

غزني‌ او پکتیا کې دوې نورې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت د اب بند او د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالیو مرکزونه د‌ طالبانو لاس ته ولوېدل.

د طالبانو ویاند «قاري‌ یوسف احمدي»‌ پر ټویټر لیکلي، چې تېره ورځ د غزني‌ د اب بند ولسوالۍ مرکز او د یوې غټې قرارګاه په ګډون ورسره تړلې دولتي تاسیسات د طالبانو لاس ته ولوېدل او پراخه وسله او مهمات ونیول شول.

ددې تر څنګ د طالبانو یو بل ویاند «ذبیح الله مجاهد» ویلي، چې تېره ورځ د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ مرکز هم ونیول شو.

دده له قوله، د مرکز په نیولو سره ۱۵ ټانګونه، ۳۰ عرادې رینجر، له ۲۰۰ میله څخه زیاته سپکه او درنه وسله او ډير مهمات د طالب جنګیالیو لاس ته لوېدلي.

یاده دې وي، چې که څه هم تر دې دمه د غزني او پکتیا ځايي چارواکو په همدې تړاو څه نه دي‌ ویلي؛‌ خو په تېره یوه میاشت کې د ولسوالیو د سقوط لړۍ‌ په بې ساري‌ ډول چټکه شوې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولي «یوناما» وایي، له مۍ میاشتې را وروسته پنځوس ولسوالۍ نیولې دي؛ خو د طالبانو ارقام ښيي، چې د نیول شویو ولسوالیو شمېر تر دې هم زیات دی.

د ولسوالیو ځنځیري سقوط داسې مهال دی، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر دې دمه تر پنځوس سلنه زیاته بشپړه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

د دغه خبر خپرېدل د شرم وړ دی د افتخار وړ نه دی د امریکا ولسوالی یې ونیوله؟ او که د کوم بل کفری ملک؟ دغه ملت ته په سپک نظر مه ګورئ او که نه نو الله به موسپک کړي نور جنګ و دوری جنګ د دې ملت به ګټه نه دی ملت نور هم زیانمن کېږي اقتصادمو له منځه زي وطن مو خرابېږي د شرم ځای دی مه کوی کنه نو ارمان به وکړی

مولوي نجیب الله زاهد

پخوا به افغانان د احمدشاه ابدالي او شيرشاه سوري په قوم پورې تړلي افراد بلل کيدل. په هره خوا او هر هيواد ته به چې تلل درنښت يې کيده، د عزت په سترګه ورته کتل کيده. اوس داسې نده په هوايي ډګرونو کې د ترهګرو، د مخدره توکو د سوداګرو, بلواګرو او يا هم د انساني قاچاق په سترګه ورسره چلند کيږې. په پلټنو کې ډير تحقير کيږي، توهين کيږې او ځورول کېږي. په غربي هيوادونو کې د پناه غوښتونکو خلکو په ډلو کې د هيڅ قوم او نژاد پيچلي مغلقې او اوږدمهاله دوسيې نه وي، خو افغانان په کلونو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx