افغانستانسولې اړوند خبرونه

د یوناما مشره: د مذاکراتو په پرتله په ميدان کې حالات چټک بدليږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې مشري دیبورا لیونز تیره ورځ د امنیت شورا ته د خپل راپور وړاندي کولو پر مهال ویلي چې طالبانو د تیري مئي میاشتې څخه تر اوسه ۵۰ ولسوالۍ نیولي دي او د ولایاتو مرکزونو د نیولو لپاره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو انتظار کوي.

د دیبورا په خبره طالبانو اکثره هغه ولسوالۍ نیولي دي چې د ولایاتو مرکزونو ته نیژدې دي، دا څرګندوي چې هغوی امادګي نیسي تر څو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ولایاتو مرکزونه هم ونیسي.

او زیاته کړې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان اټکل کېده، مګر دا چې پریکړه به دومره چټکه وي، دا تمه نه وه. او په وینا یې د بهرنیو ځواکونو وتلو پریکړه د طالبانو سره د تړون یوه برخه وه، هغه تړون چې د امنیت شورا هم منلی، تمه دا وه چې دغه تړون به د افغانانو تر منځ د سولې لاره خلاصه کړي او بهرنیان به د افغانستان څخه وځي، خو ددې برعکس د جګړې په ډګر کې تحولات تر هغه ډیر دي چې د میز پر سر یې وینو.

د یوناما د مشرې په وینا د طالبانو له لوري د عملیاتو زیاتوالی نورې جګړې ته لاره هواروي او د افغانانو مشکلاتو کې نور زیادت راولي او د تیرو شل کلونو لاسته راوړنې د لمنځه وړلو سره مخ کوي. او په وینا یې پر کابل باندي هر قسم نظامي مسلط کیدل به د افغان ولس د ارادې خلاف وګڼل شي، د سیمه ییزو هیوادونو او نړیوالي ټولنې د علني مواقفو خلاف عمل به وي.

«زمونږ تمه وه چې د دوحې مذکراتو له درېدو وروسته د مذاکراتو پروسه د استانبول له لاري چټکه شي، د افغان جمهوریت لوری کانفرانس ته د تګ لپاره اماده وو خو طالبانو په رسمي ډول دغه دعوت ونه مانه».

«د جګړو، کورونا، وچکالي، ټولنیز ارتباط شلېدل او نور عواملو له امله اټکل شوی چې په افغانستان کې د فقر کچه د ۵۰ سلنې څخه تر ۷۰ سلنې ورسیږي، دغه ویروونکی اټکل دا په ډاګه کوي چې د نړیوالي ټولنې کومکونه څومره اړین دی، خو بیا هم د ۱.۳ ملیارده ډالرو اعلان شوي انساني کومکونو څخه یوازي ۳۰ سلنه کومک تر لاسه شوی».

«ما افغانانو ته دا اطمینان ورکړی چې ملګري ملتونه به افغانستان یوازي نه پریږدي، هر هغه حکومت چې په افغانستان کې راتلونکی دی، هغه خپل ځانته، خپل ولس ته، او د نړیوالو کومکونو ته اړتیا لري، د انساني حاجتونو پوره کول او پرمختګ دوام به د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا ولري».

«یوازي یوه لاره اوس د منلو وړ ده، او هغه د جګړې له ډګره ډیره لیري د مذاکراتو د میز پر سر ده، د امنیت شورا باید د سیمه ییزو هیوادونو په ملاتړ ټول اړخونه مذاکراتو ته وهڅوي تر څو بیا د جګړې تاریخ تکرار نشي».

بشپړه وینا له دې ځایه پي ډی ایف کې کښته کړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x