ورزش

په پي ایس ایل کې پرلپسې ځلیدونکي حضرت ځاځي پېښور لوبډله تر پایلوبې ورسوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان سوپر لیګ په وروستۍ حذفونکې سیالۍ کې د افغان لوبډلې چټک توپ وهونکي حضرت ځاځي یو وار بیا په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د پېښور لوبډله یې د خپلو مټو په زور پایلوبې ته ورسوله.

حضرت الله ځاځی چې په لومړي وار د پاکستان تجارتي سیالیو کې د پېښور زلمي لوبډله کې لوبیږي، په څلورو لوبو کې درې نیمه سلیزې وهلي او لوبډله یې ښکته نمرو څخه پایلوبې ته ورسوله.

د اسلام اباد پر وړاندې په حذفونکي سیالۍ کې ځاځي د ۱۷۵ منډو د هدف په تعقیب کې لومړی سوکه خو بیا یې چټکه توپ وهنه وکړه، او تر سوځېدلو یې لوبډله بریا ته نږدې کړې وه.

نوموړي په ۴۴ توپونو ۶۶ منډې وکړې، چې ۴ شپږیزې او ۶ څلوریزې په کې شاملې وې، هغه د دریم وار لپاره هم د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

له دې وړاندې په لومړۍ حذفونکې لوبه کې هم حضرت ځاځي د پېښور په ګټه په زړه پورې لوبه کړې وه، هغه ۷۷ منډې کړې وې چې د هدف په تعقیبولو کې خورا ګټورې ثابت شوې.

باید وویل شي چې د حضرت الله کارکردګي د پاکستان پخواني لوبغاړو لخوا په پراخه کچه ستایل شوې ده، د پاکستان پخوانی او د نړۍ تر ټولو چټک توپ اچونکي شعیب اختر تر تېرې لوبې وروسته د ځاځي په اړه وویل: «حضرت الله ځاځي د پاکستان غوره لیګ یو له سترو لوبغاړو څخه دی او زموږ دغه پټان یا پښتون ورور ډیره ښه لوبه کوي».

د پېښور لوبډله به د پاکستان سوپر لیګ په پایلوبه کې د ملتان سلطانز لوبډلې پر وړاندې لوبیږي، دغه لوبه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت د ماسخوتن په ۸:۳۰ بجې پېل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx