
د ټیسټ اتلولۍ پایلوبه شپږمې ورځې ته وغځېده
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ اتلولۍ پایلوبه د خپلو اصلي ورځو څخه زیاته شپږمې ورځې ته وغځېده.
د نیوزیلاند او هندوستان ترمنځ دغه پایلوبه چې د انګلستان په ساوتمپن ښار کې ترسره کیږي د اورښت له کبله له ځنډ او خنډ سره مخ شوې ده.
د ټیسټ اتلولۍ په لومړۍ ورځ د سخت اورښت له کبله هیڅ لوبه ترسره نشوه آن د پچې ویشتلو فرصت هم ترلاسه نشو، راتلونکې ورځ د ورځې نیمه برخه لوبه ترسره شوه، خو تر پنځمې ورځې اورښت لوبه د ځنډ او خنډ سره مخامخ کړه.
د کرکټ نړیواله شورا غواړي د اورښت له کبله ضایع شوې لومړۍ ورځ راوګرځوي، چې په دې تړاو یې د شپږمې ورځې لوبې کولو پریکړه هم کړې ده.
تر دې دمه دواړو لوبډلو یوه یوه پاڼۍ ترسره کړې او هند لوبډلې خپله دوهمه پاڼۍ پېل کړې ده، چې د هدف له ټاکلو وروسته به نیوزیلاند لوبډلې ته د توپ وهنې فرصت ورکړي.
Stumps in Southampton 🏏
India finish the day on 64/2, with a lead of 32! Tim Southee claimed the wickets of the openers.#WTC21 Final | #INDvNZ | https://t.co/nz8WJ8wKfC pic.twitter.com/qlKrCVGAJn
— ICC (@ICC) June 22, 2021
په لومړۍ پاڼۍ کې هند لوبډلې ۲۱۷ منډې جوړې کړې چې نیوزیلاند یې په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۴۹ منډې وکړې. په دوهم وار توپ وهنې سره هند د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۶۴ منډې کړي او د ټيسټ په شپږمه ورځ به توپ وهنې ته دوام ورکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې د ټيسټ لوبه پنځه ورځې لري، او هره ورځ د ۹۰ اورونو درې پړاوه لري، خو د اړتیا پرمهال وروستی پړاو له ۳۰ تر ۹۰ دقیقو زیاتېدلی شي، دغه راز لوبې ته په کتلو د ځینې اصولو له مخې ټيسټ لوبه یوه ورځ زیاتېدلی یا کمېدلی هم شي.
د یادونې وړ ده چې د نړیوالې شورا ټیسټ اتلولیو سیالۍ په ۲۰۱۹م کال کې پېل شوې، چې د زیاتو نمرو له مخې نیوزیلاند او هند لوبډلو پایلوبې ته لار موندلې ده.