افغانستانسولې اړوند خبرونه

حنیف اتمر: طالبان په خپلو وعدو وفا نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر تېره ورځ د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې که څه هم بهرني ځواکونه د افغانستان څخه وځي، طالبانو عملیات زیات کړي چې له امله یې ملکي تلفات هم زیات شوی، او په وینا یې طالبانو په خپلو نورو وعدو هم وفا نه ده کړې.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ سرتیرو له وتلو سره، طالبانو د افغانانو – په ځانګړي ډول د ملکي وګړو او بې ګناه خلکو په وړاندې تاوتریخوالي زیات کړی دی».

اتمر طالبان تورن کړي چې د سیمه ییزو او نړیوالو «تروریستي» ډلو سره یې اړیکې لا هم پاللي دي او له میاشتو راهیسي د سولې په معنی لرونکو مذاکراتو کې يې برخه نه ده اخیستې.

د خبرپاڼې سره سم د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو پر ښوونځیو، ماین پاکۍ موسسې او ملکیانو باندي بریدونه غندلي دي.

باید وویل شي چې بلخوا طالبان د افغان جمهوریت اړخ په دې تورنوي چې په مذاکراتو کې په جدي ډول برخه نه اخلي او نه یې هم تر اوسه خپل بشپړ ټیم قطر کې د مذاکراتو لپاره استولی دی.

تیره شپه د طلوع نیوز سره د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وویل چې د کابل حکومت په ولسوالیو او سیمو کې خپلې پوستې له جګړې پرته پریږدي چې له امله یې طالبان مجبور دي چې د قدرت را منځته شوې خلا ډکه کړي او د سیمو او ولسوالیو امنیت کنټرول کړي.

نوموړي همداراز وویل چې دوی په قطر کې د مذاکراتو لپاره اماده ناست دي، خو د مقابل اړخ ټیم تر اوسه بشپړ نه دی او همداراز افغان سیاسي شخصیتونه چې تمه وه، قطر ته سفر وکړي، خپل سفر د نامعلومو دلایلو پر اساس ځنډولی.

د ډاکټر نعیم په وینا د طالبانو دروازې د مذاکراتو او افغانانو پر مخ خلاصې دي، هر وخت او هر څوک کولای شي چې ددوی سره مخامخ وګوري او د افغانستان د موضوع پر حل خبرې ورسره وکړي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو او امریکا تر منځ تړون چې په کال ۲۰۲۰ فروري کې لاسلیک شوی، پر اساس یې طالبانو وعده کړې چې د افغانستان له خاورې به چاته اجازه نه ورکوي چې د امریکا او د هغه د ایتلافي ځواکونو پر خلاف عملیات طرحه کړي.

طالبان وايي، که څه هم امریکا خپلو وعدو کې ناغیړي کړې او د نورو وعده خلافیو تر څنګ یې خپل ځواکونه په ټاکلې موده کې نه دي ایستلي، خو دوی بیا هم خپله وعده باندي ولاړ دي او اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو او یا نورو هیوادونو پر خلاف وکارول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

همدغه پرچمی ویل چی دا حکومت نامشروع دی اوس یی چی وزیر کړ نو حکومت هم مشروع شو تاسی لغنتیان اوس ټول ولس پیږنی ډیر ژر به حساب درسره وشی

عبدالرقیب

وایي پوزپریکړي که شرم لرلای د چړې نوم به یې نه اخیستلای. لاکن اوس د بې حیایاي موډ دی. پوز پرې کړی نیم متر چاړه په غاړه ګرزوي. اتمر بچکه ته ګرسره شرم لرې چي څوک پر وعده خلافي تورن کړې؟ ته د هغه ولس مشر په کشرانو کي راځې چي خپلو رایه ورکونکو مینه والو ته وعده ورکړل چي ولس مشر سي نو ټول طالب بندیان به پې قیدوشرط ایله کوي او د طالبانو سره به د صلحي خبري پیلوي. چي رایي یې غوټه کړې لمړی خو یې په هغه رایو باندي شا پاکه کړل چي دی یې پر… نور لوستل »

طوطی

اتمر صیب یو وخت د کابل پولیتخنیک کی سپاه انقلاب وه. د شپی لخوا به یی پیره کوله مونږه سره ډیر په تضاد کی وه او مونږه هم ځانونه ورڅخه لری ساتل. هغه وخت یی کور د کابل په قلعه زمان خان کی وه ډیر یو خراب او ویجاړ ځای کی ځکه نو ډیر کور ته نه تلو.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx