افغانستانسولې اړوند خبرونه

ډاکټر نعیم: په قطر کې د هندي چارواکو سره کومه ناسته نه ده شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هغه راپورونو ته په غبرګون چې ګواکي هندي چارواکو د طالبانو سره په قطر کې لیدلي دي، نن ټکي اسیا ته وویل چې په قطر کې داسي کومه ناسته نه ده شوې. خو نور تفصیل یې ور نه کړ.

باید وویل شي چې د هندوستان ټایمز د راپور سره سم د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي دکتور مطلق القحطاني په یوه انلاین غونډه کې ویلي چې هندي چارواکو د طالبانو سره د لیدو لپاره غیر علني سفرونه کړي دي.

خو قحطاني دا نه ده په ډاګه کړې چې هندي چارواکو قطر ته سفر کړی او که یې د طالبانو سره بل ځای کتلي دي.

د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم د همدې موضوع په اړه د نن ټکی اسیا پوښتنې ته په جواب کې وویل: «کومه ناسته نه ده شوې، د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې موږ غواړو له ټولو ګاونډیانو، د سیمې له هیوادونو او نړوالو سره مثبتې اړیکې ولرو.
نه غواړو چا ته زموږ له خاورې ضرر ورسي او نه چا ته اجازه ور کوو چې زموږ خاوره د چا د امنیت پر ضد استعمال شي
زموږ ولس او هېواد له څلوېښتو کلونو راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دی نړیوالو او خواخوږو مرستو ته اړتیا لري
موږ د خپل هیواد او ولس په خاطر د ټولو بشر دوستانه او بې غرضه مرستو هر کلی کوو.».

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم هندي رسنیو خبرونه ورکړي وه چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت جګپوړو چارواکو د طالبانو سره د اړیکو خبرونه تایید کړي او ویلي يې وه چې هندوستان خپل سیاست کې بدلون راوستلی او غواړي د هغو طالبانو سره تماسونه وغځوي چې د پاکستان تر تاثیر لاندي نه دي او په ځانګړي ډول یې په قطر کې د ملا برادر سره د تماس یادونه کړې وه. خو په وینا یې دغه اړیکې تر اوسه په ابتدائي مراحلو کې دی.

نن ټکی اسیا ددې موضوع په اړه د قطري چارواکي مطلق القحطاني خبري د خپلو کتونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره ټکی په ټکی وژباړلې تر څو په دې اړه نور وضاحت هم وشي:

دکتور مطلق القحطاني د یوه هندي خبریال په جواب کې وویل:

«پوهیږم چې دا پوښتنه ډیره سخته ده، خو زه فکر کوم چې د افغانستان ځمکه او یا د افغانستان دولت باید د نورو هیوادونو تر منځ د نیابتي کشمکش ډګر ونه ګرځي. هو د پاکستان مصلحت په دې کی دی چې په افغانستان کې ارامي وي، همداسي په طبیعي ډول د هندوستان مصلحت هم په مستقر افغانستان کې دی.

مونږ پوهیږو چې پاکستان یو ګاونډی هیواد دی، او هندوستان یو داسي هیواد دی چې څومره مونږ پوهیږو په افغانستان کې يې ډیره زیاته اقتصادي پانګه اچولې، نو ښکاره ده چې هغوی به افغانستان نور سوله ییز او ارام غواړي.

زه پوهیږم چې د هندي چارواکو خاموشه سفرونه ((هندوستان)) ته وه تر څو طالبانو سره خبري وکړي. مګر ولي؟

ځکه چې هر څوک دا فکر نه کوي چې طالبان به دومره غلبه وکړي چې هر څه به په زور ونیسي، مګر بیا هم ځکه چې طالبان یو مهمه برخه دي، یا باید وي او یا هم دوی به د افغانستان د راتلونکې مهمه برخه ګرځي.

نو زه دا معقوله ګڼم چې په افغانستان کې ټولو جهتونو ته رسیدګي وسي، د هغوی سره ډایلاګ یا خبري وسي.

مګر دا مهمه ده چې په یاد وساتل سي چې مونږ اوس وخت په یوه مهم سټیج کې قرار لرو، زه فکر کوم چې هر ملاقات کیږي، نو هغه باید پر یوه مهم ټکي تمرکز وکړي، او هغه دی چې ټول اړخونه باید تشویق شي تر څو خپل اختلافات د سوله ییزو لاري حل کړي. او دا یو ښه فرصت دی چې دوی ټوله اړخونه استفاده ځیني وکړي.

که داسی ونه کړي نو هیڅ څوک به دوی په رسمیت ونه پيژني، اقلا هغه څه چې په مونږ اړه لري، نو مونږ به هیڅ داسي یوه ډله، داسي یو نظام یا خلک په رسمیت ونه پيژنو چې هیواد په زور نیسي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هندی هیت که طالبانو سره لیدلی هم وی نو طالبان اوس د خپلو بادارانو له ویرې باید ووایی چی مونږه د هندوانو سره ندی لیدلی خو کی یی لیدلی وی دا به د طالبانو لپاره خورا غټه لاسته راوړنه وی په سطح د بین الممل چی ځانونه مطرح کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x