نظــر

طالبان؛ ولې فتحه په جنګ لمانځي؟!

استاد محمد زمان مزمل

طالب او ناراض ملاتړي:
د افغانستان پرګنې د بیګانوو د حضور او اشغال پر وړاندې حساسې پرګنې دي، هغه مهال چې طالب مشرانو د ټولو ډلو پر ضد نظامي کمپاین پر ینګي کلا ودراوه او پر طالب کې د بهرنیو جنګیالیو پر حضور یې نړۍ د افغانستان په اړه وپاروله د طالب ملاتړ پرګنې له طالب خپه او پر شا شوې.

همدلته وه چې د سپټمبر په هجوم کی له طالب نه چا ننګه وکړه او نه چا اوښکې تویې کړې، ولې کله چې امریکايي عسکر او افغاني کم ظرفو هغوی په خپل کور کی وچېړل د پردو او خپلو دا نا مرده غچ د ملت پر زړه هوار نشو، نو کرار کرار ملت او قومونه د طالب تر څنګ د بهرنیانو پر ضد ودرېدل او ښه په نره ودریدل تر دې چې واشنګټن دې ته ټیټ شو چې تروریست طالب ته په قطر کی دفتر ورکړي او په دویم قدم کی د طالب سره یو طرفه او هغسی تړون امظاء کړي چې د جزیاتو په هکله یې ارګ په تیاره کې وساته.

نن چې امریکا د شوي تړون مطابق روانه ده، اډې ورانوي، وسایل لیږدوي او بیا هم په افغانستان کې د تېر په نسبت جنګ خوله لګولې د خلکو کلیو او کورو ته د ځوانانو په وینو سره جسدونه ورځي ،داسې  ښکاري چې ملت او پرګنو ډېر د طالب پر ضد د خپګان تآثر اخیستی، بلکې کیدای شي آن د طالب پروني ملاتړي هم پکې ستړي او ناهیلې شي.

ولې طالب جنګیالي د امریکا په وتلو نۀ د کورونو د ورانۍ لاس واخیست او نه د خلکو د پچیانو له وژلو بلکې  په داسې حال کې چې جګړه بې رحمانه روانه ده په قطر کی دواړه طرفه کابل او طالب مشران ایله جانانه د قطر د هوټلو کبسې او سلاد کوده کوي.

فتحه نه ښایي په جنګ ولمانځل شي:
د خدای پیغمبر د وحیې په حساب چې وایی: وَأَنْتَ حِلٌّ بِهَٰذَا الْبَلَدِ.
پوهېده چی دې خپل پلرني کلي مکې مکرمې ته فاتح ننوتونکی ده، نو وې غوښتل چې ددغه فاتحانه ننوتلو لپاره یؤ سوله يیز مسیر جوړ کړي، تر څو د پروني مکې کونډې، بوډاګان، بلکې پروني حریفان په دې پوه کړي چې هغه د غچ او جنګ نه په فارغو مراسمو خپل ابایي کلي ته راځي.

نن چې امریکایان په وتلو کې دي، طالبان باید په خپل ملت ابایي افغانستان باندې د جنګ کیږدۍ را نسکوره نکړي فتحه په ټولو مهذبو ملتونو کې په سوله لمانځل کېږی، نه په جنګ.

آیا د امریکا له وتلو بله پورته فتحه شته؟؟؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

20 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسناد دوکتور عبدالله

الله دې هدایت درته وکړي … کډې وډې دې شروغ کړي … خاینانو … د کفر غلامانو … فاسقانو او غلو لپاره کمپاین چلوي …

طوطی

کمپوډره ځان ته دوکتور هم وایی. ته مریض یی نه دوکتور. د پیامبر ص او د احادیثو دښمنه د غلام غلامه ولی دی # سوځی؟

غوربندی

سپین ږیریه ! د لیکنې د لومړی پرګراف د لومړی جملې په استثناء مو نورې خبرې کرونا ځپلې دي. تا ته واقعا عیب دی چې بهرني مجاهدین (چې ته بې مروته یې جنګیالي بولې) ستا له کړي جهاد (جګړه یې نه یادوم) څخه طالبانو ته په میراث ورپاتې شول. ته خو د طالب له ظهوره وړاندې پر خپلو بې لارو منحرفو جهادي ډلو باندې د راټولو پرګنو یو مثال هم وړاندې کړه،، که د نسیان په رنځ نه یې اخته نو هاغه وخت چې طالب نوی راټوکېده ستا د ډلو ټپلو تر شا پرګنې نه بلکه د هر ولایت د… نور لوستل »

طوطی

غوربندیه: سپینی خبری ولی درباندی بدی لږیږی؟ ###؟ حکمتیار دی په خپلو مجاهدینو کی ولاکه پریږدی ## چی حقیقت نه منی.

غوربندی

طوطی خانه
خبرې زما سپینې دي نه د مزمل،، لږ انصاف ښه شی دی بې انصافه

سلیم

د مدیني منافقین همداسي وو، له صحابه وو سره به یې ظاهراً ډېره خواخوږي ښودله، مګر کله چې به صحابه د کومي کامیابۍ او بریا درشل ته ور نژدې شول، منافقین به پوه شول چې ولا دا خلک کامیابیږي، نو بس د زمان مزل غوندي اپلتي به یې شروع کړی. اوس چې کفار ووتل، پاتي تربیت شده عسکر یې وسلې طالبانو ته سپاري، او طالبان یې په غاړه کې ګلان ور اچوي، کورونو ته یې په خوښۍ لیږي، فقط په کابل کې ناست یو څو غله ګوډاګیان ناست دي د مقاومت خوبونه ویني. نور نه جنګ شته، نه د پخوا… نور لوستل »

طاهر ثابت

وایی چه مړی خدای شرموی نو په پتاری مرداری وکړی
حزبیانو له تخریب نه سوا بل څه نه دی زده کړی.

تراب

نن ټکي آسيا محترمو چلونکو ته!
السلام عليکم و…… .
بعد د سلام لطفاٌ د دغه فاسدالافکار پرتي (اوتي، بوټي) مه خپروئ .

عبدالروف

تا د حزب (سلامې) ډوډی خوړلی او چا چې دا کار کړی ٗ د الله تعالی له ھدایت محروم او عقل ناقص کیږې . الله دې ھدایت درته وکړې .

طوطی

که حزب اسلامی نوای نو اوس به # پوف او اوف کلمه هم راغلی وه. # همدا حزب اسلامی وه چی ستاسو عزت یی له روسانو وژغورو. مشران ستاسو د چا شاګردان دی د#

ملا جانان

مزمل صاحب سپیني ږیري او لنګوټې ته دي درناوی ساتو خو په کومو حماقتو کي ته اوس لګیا یې دا د ۱۸ څخه تر ۳۵ کلنۍ پوري د یو چا سره خوند کوي. ته چي کله د افغان جګړې په اړه خپل نظر لیکې داسي یې لیکې لکه د کرکیټ او فټبال د لوبي په اړه خبري کوې. دلته خبره د بري یا ناکامي نه ده. دلته د افغانستان د ۸۳٪ نفوس د ټولنوژني د ختمیدو خبره ده. دلته د افغانستان د شریفو او نجیبو ولسونو د کورنو د بمبار د دریدو خبره ده. هغه خلګ چي پر دې ځمکه… نور لوستل »

غوربندي

افرین جانانه

ملا جانان

مننه غوربندي صاحب. زه و ته نه سره پیژنو خو د حق په ملاتړ کي فکري ورونه یو. په نه شناخت کي د چا څخه آفرین وړل هم غټه خبره او د چا تشویقول هم لوی زړه غواړي. انشاء الله دا مجربه او مسلکي منافقن به نور زموږ مسلمان ولس ونه غولوي

Karwan

ښاغلي مزمل صاحب، باور وکړي، يو وخت مي ډير احترام درته لاره. اما داچه په دي اخيري وخت کي په طالبانو کرامو بيڅايه نيوکي کوي او د غربي او کمونيست سيکولرانو لپاره مضر او مغرضانه کمپاين کوي، زما سره ستا احترام او شخصيت په صفر کي ضرب شوه. الله پاک د هدايت درته وکړي. په دي عمر اوس خپل اخرت مه خرابه وه او دداسي ناوړه ليکنو څخه لاس واخلي. که څوک لګ څه وجدان هم ولري، نو دکابل په غلامه اداره کي د راټول شويو عناصرو سره به يوځاي کار ونکړي. په افغانستان کي ديوه سپيځلي اسلامي نظام په… نور لوستل »

جمیل

محترمو د پاڼی چلونکو ! د داسی سپکو مقالو په نشرولو سره خپله پاڼه مه سپکوی

غمی،پښتین

مزمل صاحب سلامونه،
د ڼن ټکی اسیا ویبپاڼه د ستا او محترم عبدالمالک همت صاحب په لیکنو ښایسته ده،پوخ تجربه کار لیکوال یی ،حقیقی لیکنی کوی.سل افرین د ستاسو په لیکنو ،هره لیکنه مو لولم ،په قلم مو برکت شه،الله ج د روغ جوړ خوشحاله لره والسلام

محمد صالح

دواړه ښه تحریفونکي سره یو ځای سوي دي. اول دي املاء سمه کړه، بیا د یوچا په لیکنه نظر ورکړه. پښتون په واو لیکل کیږي په یې نه

طوطی

ماشاءالله مزمل صیب. ستا په ریښتیا ویلو سره د ځینو خود غرضه اشخاصو هغوی چی خپل معشیت او بقا په جنګ کی وینی نو ## سخته سوځی چی طاقت نه ورځی چی څه وکړی. لکه ##.

ګل احمد

طوطي ځوانه بیا د قطاره واوښتې. وروره د خبري جواب خبره وي. یوه یې کړې لس ورته سوی. اوس نو ته زموږ څخه دا توقع مه کوه چي د یو څو ماشومانه خبرو په بدل کي د مزمل جون پوزه او غوږونه ورپرې کړو

مجاهد

هغه مزمل چه زه پیژنم سعودی مدینه منوره او مکه معظمی کی یی څلور پنځه کاله اسلامی او د عربی ژبی زده کړی یی تر لاسه کړی فکر کوم هغه د فتح په معنی پوهیږی جمع یی فتوحات دی فتح د بریالی جنګ په اواخرو کی تر لاسه کیږی مګر د ده د لیکنی عنوان دی ولې فتحه په جنګ لمانځي؟!فتح د جنګ محصول دی فتح پرانستلو ته وایی یعنی مقاومت له مخی لیری کیدلو او پرانستلو ته وایی. مګر مزمل صاحب فرمایی ولی فتحه په جنګ لمانځی کیدی شی حکمتیار صاحب ورته دا خبره خوله کی ورکړی وی یو… نور لوستل »

Back to top button
20
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx