افغانستان

کورنیو چارو وزارت: حکومت د «ولسي‌ پاڅون کوونکو» د وسلو او مهماتو ټولې اړتیاوې پوره کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): کورنیو چارو وزارت د «ولسي‌ پاڅون کوونکو» تر نامه لاندې حکومت پلوه غیر مسئولو وسله والو ته ډاډ ورکړی، چې حکومت هر ډول وسلې، امکانات او مهمات په واک کې ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ جوړونې برخې مرستیال «نقیب الله فایق»‌ بلخ ولایت ته د خپل سفر په مهال ویلي، چې حکومت تیار دی ولسي‌ پاڅون کوونکو ته د هغوی د اړتیا وړ وسلې او مهمات چمتو کړي، تر څو له طالبانو سره ورباندې جګړه وکړي.

دده په خبره، د غیرمسئولو وسله والو د تمویل او تجهیز مسئولیت ورته سپارل شوی او ددې لپاره چې د حکومتي‌ عسکرو او یادو وسله والو تر منځ همغږي‌ رامنځته کړي، شمال ته یې سفر کړی دی.

فایق ددې تر څنګ د طالبانو له لوري‌ د ولسوالیو سقوط رد کړی او ادعاء یې کړې، چې هغوی نشي کولای نیول شوې سیمې وساتي.

ده ادعاء کړې، چې د طالبانو له لوري‌ د مزار شریف ښار د سقوط اندېښنې رفع شوې دي‌ او هغوی ددې توان نه لري، چې ښار ته داخل شي.

ورته مهال د دفاع وزارت هم په شمال کې د طالبانو خلاف د غیرمسئولو وسله والو د عملیاتو له پیلېدو خبر ورکوي او ادعاء‌ لري، چې هغوی د حکومتي‌ عسکرو سره په ګډه سلګونه طالب جنګیالي‌ وژلي دي.

حکومت‌ داسې مهال د غیرمسئوله وسله والو په تمویل او تجهیز لاس پورې کوي، چې له افغانستانه د امریکایي‌ او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د کابل حکومت‌ عسکر د طالبانو له سختو بریدونو سره مخ دي.

په تېره یوه میاشت کې لسګونو ولسوالیو سقوط کړی او پراخې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

بې غمه بې غمه د کابل زورواکو کبانو بوی کړی دی. تر څه وخته پوري به یې د باډی سپرې په خوشبویي دا خپل وراسته کبان خرڅوي. اخیر به یې په خپلو لاسونو بیرته سیند ته غورزوي څو د سیند ژوندي کبان په ماړه سي

الحاج استاذ بیانزی

روسان او انګریزان یا په ټوله کی عیسویان او یهودیان مسلمانانو ته افراطیان او دهشتګر وایی او په ځانګړی ډول افغاان مجاهدینو ته ، په داسی حال کی چه هم پرون روسان او هم نن انګریزانو د افغانانو په ټاټوبی ناروا بریدونه او اشغال رامنځته کړی افغانانو نه به روسانو، او نه په انګریزانو بریدونه کړی تل یی د دوی بریدونه او اشغال ته په میړانه ځواب ویل او له خپل ټاټوبی یی په افغانی میړانه او الهی نصرت شړلی. روسی او انګریزی استعمار د هغه استعماری ګډ مخرج په اساس که اقتصادی دشمنی او استعماری رقابتونه سره لری مګر… نور لوستل »

طوطی

د هیواد په ګوډ ګوډ کی د طالبانو پر ضد قیام روان دی، انشاءالله چی ډیر ژر به ټول ورک شی او ولس به ورڅخه آرامه شه.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x