افغانستان

طالبانو په تازه نیول شویو سیمو کې خلکو ته د عادي ژوند ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي، هغوی د یوې اعلامیې له لارې ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې‌ په «مفتوحه» سیمو کې به د ژوند ټولې چارې په عادي‌ ډول دوام کوي او د مېشتو خلکو د سر او مال امنیت به خوندي کېږي.

د طالبانو له لوري په یوه اعلامیه کې خپلو جنګیالیو ته امر شوی، چې د خلکو د شخصي اموالو د خوندیتوب په موخه په نیول شویو سیمو کې د ټولو هټیو، سوداګریزو مرکزونو او نورو ولسي ودانیو امنیت ټینګ وساتي او ټول ښوونځي، روغتونونه، مدرسې او عام المنفعه مرکزونه چې تړل شوي، سمدستي‌ پرانیزي، تر څو د عادي ژوند چارې له خنډ سره مخ نشي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې ټول نیول شوي بندرونه او د سوداګرۍ لارې به په عادي ډول پرانیستې وي، او سوداګریزې چارې او د سوداګرو دفتري کارونه به له هیڅ خنډ او ځنډ سره نه مخ کېږي.

طالبانو ددې تر‌ څنګ ډاډ ورکړی، چې د سرحدي سیمو په نیول کېدو سره د ګاونډیو هیوادونو امنیت ته هیڅ ګواښ نه پېښېږي‌ او د پخوا غوندي «حسنه روابط» به دوام لري.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په نیول شویو سیمو کې به د ټولو نارینه وو، ښځو، اقلیتونو او د ټولنې د ټولو اقشارو حقوق خوندي‌ وي، هیچا ته به په ټيته نه کتل کېږي او نه به هم تبعیض ورسره کېږي.

دغه اعلامیه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو بې مخینې پرمختګونه کړي او لسګونه ولسوالۍ او پراخې سیمې یې تر واک لاندې راغلې دي.

تېره ورځ له تاجکستان سره پر پوله واقع «شیرخان بندر» هم د‌ طالبانو لاس ته لوېدلی او حکومتي‌ عسکر تاجکستان ته تښتېدلي.

بشپړه اعلامیه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

بهترینه پالیسی همدغه ده چی خلکو او ولس ته ډاډ او د دوی دسر او مال آمنیت تآمین شی په څنګ کی یی هغه پرچمی سیکولرانو او ګلمجم او دمیخکوبو ملیشی ته مرګونی او آبدی دپای ټکی کیښودل شی او دمشرانو سره یی علنی حساب وشی تر څو هغه مظلوم ولس چی دوی چور او بی عزته کړیدی دهغوی حق تلف نشی او دآینده نسل لپاره هم دعبرت سبب وګرزی

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحپم ط زبون دښمن سخت مکار دی ، مجاهدين بايد د داسې زبون او مکار دښمن په وړاندې بيدار ووسې. دښمن توطيې کوې، تبليغات او پروپاګنډ يې په هر لورې په کار اچولی دی ، بې بې سې ، امرپکا ږغ ، د ازادۍ راډيو او نور ي نړيوالې شيطاني دستګاه وي يې په څنک کې ولاړې دې . هڅه کوي چې د مجاهدينو او عام ولس په مينځ کې د بې اعتمادی فضأ را مينځ ته کړي ، جنايت د کابل اداره وکړي او مسؤليت يې پر محاهدينو وتپې .په يوه داسې حساسه او نازکه مرحله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x