روغتیانړۍ

پاکستان د «فایزر-بیونټیک» شرکت سره د ۱۳ ملیونه دوزه واکسینو ترلاسه کولو تړون لاسلیک کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): پاکستان د فایزر-بیونټیک شرکت سره د ۱۳ ملیونه دوزه واکسینو ترلاسه کولو تړون لاسلیک کړی دی.

د روغتیا لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي مرستیال فیصل سلطان وایي، «د یاد تړون له مخې به په راتلونکي جولای میاشت کې پاکستان د فایزر-بیونټیک شرکت د واکسینو لومړۍ جوپه ترلاسه کړي».

پاکستان ته چې تر ډیره په کې د کرونا ضد چینایي واکسین (سینوفارم او سینوویک) لګول کیږي، له دې وړاندې د مې په ۲۹مه نېټه د فایزر شرکت ۱۰۰ زره دوزه واکسین د کوواکس بهیر له لارې رسېدلی و.

ددې سربېره یاد هېواد د روسي واکسینو «سپوتنیک وي» ۱۰ ملیونه دوزه اخیستلو وروستي مرحلې ته رسیدلي، چې اټکل شوې د جون میاشتې په پای یا د جولای په لومړۍ اونۍ کې پاکستان ته ورسیږي.

پاکستان کې د واکسینو د کمښت له کبله دغه بهیر سوکه شوی دی، په ځینو ایالتونو کې د واکسیناسیون مرکزونه تړل شوي او د دوه دوزونو ترمنځ د واکسینو لګولو نېټه هم غځېدلې ده.

د پاکستان د روغتیا وزارت د وینا له مخې، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په ټول پاکستان کې ۳۷۵ زره کسانو ته واکسین لګول شوي، تر دې دمه د واکسینو ټولټال شمېره نږدې ۱۴ ملیونو ته رسېدلې ده، چې له مخې یې له ۳.۵ ملیونو زیات کسان بشپړ واکسین شوي دي.

د روانې جون میاشتې په سر کې پاکستان د خپلې بودیجې څخه ۱.۱ ملیارده ډالرو (۱۷۰ ملیارده پاکستانۍ کالدارې) بودیجه یوازې د کرونا واکسینو لپاره ځانګړې کړه چې لږ تر لږه د ۷۰ ملیونه کسانو واکسینولو هدف ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې څه کم ۱ ملیون ته رسیږي، په داسې حال کې چې ۲۲ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. اوسمهال دغه هېواد کې د ورځني مثبتو پېښو اوسط تر ټولو کمې کچې ته رسېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

د کورونا ویروس کښت اوس پر حصول راغلی. د ملیونونو انسانانو په وینو خړوب سوی کښت چي ګټه به یې د ګوتو په شمار انسانان جوب ته اچوي. هیڅ عجیبه نه ده چي الله تعالی ج به ځیني انسانان دوږخ ته اچوي او ځیني به جنت ته. حال دا چي د ټولو پیدایښت الله تعالی په مینه کړی دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x