د سولې څارنظــر

افغانستان- د شوروي او غربي ځواکونو د ماتو توپيرونه

ليکوال: دوکتور احمد موفق زيدان- د الجزيرې ټلويزون خبريال، چې نږدې درې لسيزې يې د افغانستان وضعيت له نږدې څارلی
ژباړه: نن ټکی اسيا

د پخواني شوروي يرغل او غربيانو د ماتې تر منځ نژدې درې لسيزې واټن دی، چې د امریکا په مشرۍ ۳۸ ايتلافي هېوادونو په افغانستان کې ماتې وخوړه. ځينې فکر کوي، چې د ۲۰۰۱ کال راهيسې پر افغانستان د امريکايي يرغل له پيله تر اوسه وضعيت کې ډېر بدلون نه دی راغلی، خو زه فکر کوم، چې نه، ډېر بدلونونه راغلي دي؛ ځکه چې د روسي او امريکايي عسکرو له وتلو سره د افغانانو چال چلند او تعامل تر منځ بنسټيز توپيرونه شته او دغه توپيرونه د دې لامل کيږي، چې پر افغاني، پاکستاني، سيمه‌ييز او نړيوال ډګر څو بعدي او ژور اغېز پرې باسي.

زه له افغانستانه د شوروي سرو لښکرو د وتلو عيني شاهد وم، چې د ۱۹۸۸ کال په اګسټ کې پيل او د ۱۹۸۹ په فبرورۍ کې بشپړ شو، هغه مهال ما ټول تفصيلات تر رسنيز پوښښ لاندې راويستي وو او دا دی، نن ورځ زه د امريکا متحده ايالتونو په مشرۍ د غربي پوځيانو وتل هم په خپله څارم. سره له دې، چې د دواړو قوتونو د پوځيانو وتل به په ظاهره يو ډول ښکاري، خو ځمکني حقايق بيا وايي، چې د دواړو د وتلو تر منځ بنسټيز توپيرونه دي او ځينو ته دا خوند ورکوي، چې د دواړو ځواکونو وتل ماتې وبولي. زه غواړم دلته د دواړو بهرنيو پوځيانو د وتلو تر منځ بنسټيزو توپيرونو ته اشاره وکړم او ښايي دا اشاره د پرېکړو له خاوندانو چارواکو سره مرسته وکړي، چې حقایق په سمه توګه وپيژني.

په ۱۹۸۹ کال کې شوروي لښکرو د پاکستان او شوروي اتحاد تر منځ د مذاکراتو په پايله کې له افغانستانه وتل پيل کړل او ورپسې واشنګټن او مسکو په دې موضوع مذاکرات وکړل، چې په پایله کې يې شوروي لښکرې ووتلې او يا يې هم ماتې وخوړه، خو مجاهدين له نږدې او يا هم له لرې په دې خبرو کې طرف يا دخيل نه وو او حتی د جنيوا تړونونه، چې ملګرو ملتونو د امريکا او نړيوالې ټولنې په ضمانت د پاکستان او افغانستان تر منځ لاسليک کړل هلته هم مجاهدين طرف نه وو بلل شوي. هغه حالت له افغانستانه د امريکايي عسکرو له وتلو سره په بشپړ ډول توپير لري؛ ځکه چې افغان حکومت په بشپړه توګه د مذاکراتو له مېزه ګوښه ساتل شوی او د طالبانو تحريک په يوازې توګه د افغان مقاومت د استازي په توګه په کې ګډون کړی و، په داسې حال کې، چې د شوروي لښکرو د وتلو پر مهال د جهادي ګوندونو شمېر اتو ته رسېده، چې اووه په کې سنيان او يو يې د حزب وحدت په نوم د شيعه ګانو و او دا ځل طالبانو ونه غوښتل، چې پاکستان د دوی پر ځای د سياسي بدیل په توګه په دې مذاکراتو کې ګډون وکړي او دې کار د طالبانو لپاره په سيمه‌ييز سياست کې د پراخ ګام اخيستو چانس په لاس ورکړ. له همدې امله د سيمه‌ييزو او نړيوالو قوتونو له لوري د طالبانو په حساب د افغانانو لپاره د حکومت جوړولو پایله به ستره ناکامي وي، په داسې حال کې، چې واشنګټن طالبانو ته مخه خوشې کړې ده.

طالبانو د دولت، قانون او دستور په اړه ځانونه په غربي کليشو نه دي بوخت کړي او دا هم نه وايي، چې حکومت به يې پراخ بنسټه وي او که نه، لکه څرنګه، چې هغه مهال افغان مجاهدين پرې بوخت وو، چې له امله يې د مجاهدينو ګوندونو تر منځ ډېر اختلافات رامنځته شوي وو او د هرې ډلې لپاره خپل شرعي او سياسي ليدلوری و. خو طالبانو په تېرو شلو کلونو کې په يوازې ځان «د مقاومت مشروعيت» له ځان سره ساتلی او تر اوسه په دغو تفصيلاتو کې نه دي داخل شوي او ټول ټينګار يې يوازې پر پوځي عملياتو او فکر دی. پر دغه ډول اختلافي موضوعاتو بوختيا پوځي هڅې کمزورې کوي او له همدې امله طالبان تر ډېره پر پوځي ځواک تمرکز کوي.

داسې ښکاري، چې د امريکا او طالبانو تر منځ داسې پټې خبرې هم شته، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به امريکا له افغان حکومت سره هوايي مرستې نه کوي او دا خبره اوس پر ميدان هم روښانه ده او موږ ګورو، چې هره ورځ ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاسونو ته لويږي. د دې سربېره د امريکايي چارواکو اشارې او څرګندونې هم بې څه نه دي، چې  د افغان حکومت د سقوط د امکاناتو په اړه خبرې کوي.

بل پلو په عملي ډګر کې د حکومتي جبهو پرله‌پسې ماتې روانې دي، په داسې حال کې، چې طالبانو له هغې ژمنې ځانونه يوه کونج ته کړي، چې ستر ښارونه به نه سقوط کوي. دا هغه دام دی، چې په ۱۹۸۹ کال کې په کې د مجاهدينو ډلې ونښتې او ناکام شول. طالبانو نن سبا د واروې پنډوسکي او يا هم د مېږي د مزل سټراټيژي غوره کړې ده، په دې معنا، چې طالبان ولسوالۍ او حکومتي سيمې په تدريجي توګه نيسي او غواړي د حکومت له لوري د مقاومت رښتينولي په عملي ميدان کې ناکامه ثابته کړي. دوی غواړي، چې د واروې دا پنډوسکی نور هم غټ کړي، خپل ځواکونه په نوو وسلو او تجهیزاتو غښتلي کړي او په مقابل کې د خپل دښمن ځواک وځپي او دغه حالت د حکومت او د هغه د ملاتړو لپاره ستر رواني ګزار دی.

په سيمه‌ييزه کچه د افغانستان په اړه تر ټولو زيات فکر کوونکی هېواد پاکستان دی او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي له طلوع نيوز سره په وروستۍ مرکه کې د طالبانو په وروستيو فتوحاتو خپله خوښي څرګنده کړه او د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم په پاکستان کې د امريکايي اډو قضيه يو طرفه کړه او په څرګندو ټکو يې وويل، چې هېواد به يې په راتلونکي کې د افغانستان پر خلاف امريکا ته هېڅ ډول اډې ور نه کړي.

اوس ټوله اندېښنه دا ده، چې افغانستان به يو ځل بيا د سيمه‌ييزو قوتونو تر منځ د ټکر په مرکز بدل شي، بلکل هماغه شان، چې د شوروي لښکرو له وتلو وروسته څنګه حالات رامنځته شوي وو. روسيه او ایران داسې هيلې لري، چې د امريکا له ماتې وروسته په افغانستان کې د خپلو موقفونو لپاره پلانونه جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x