نړۍ

لاهور کې چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور کې چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ډان نیوز د راپور له مخې چاودنه د لاهور ښار په جوهر ټاون د استوګنځای سیمه کې شوې چې له کبله یې د یو پولیس په ګډون ۳ تنه مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

ټپیان د عامو خلکو په مرسته ځایي روغتون ته استول شوي چې د پنځو حالت د اندېښنې وړ ښودل کیږي.

پولیس وایي چاودنه د چهارشنبې په ورځ د غرمې شاوخوا ۱۱ بجې شوې ده.

د لاهور پولیسو د چاودنې په اړه په چمتو کړي راپور کې ویلي، په چاودنه کې له ۱۵ تر ۲۰ کیلو ګرامو چاودیدونکي توکي کارول شوي چې په دې کې جوړ شوي بهرني مواد هم کارول شوي دي.

راپور زیاتوي، د چاودنې ځای ۳ فوټه ژور او ۸ فوټه پلن و چې تر ۱۰۰ مربع فوټه ساحه یې اغیزمنه کړې او ګڼ مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د پنجاب پولیسو عمومي انسپکټر انعام غني وایي، «چارواکي هر کال د چاودنو په اړه سلګونه ګواښونه ترلاسه کوي، آن چې اوس هم موږ ته ۶۵ ګواښونه نور رسېدلي دي.»

نوموړي د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي خو په وینا یې په دې تړاو یې څیړنې پېل کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

داسی یو یو غوړ خبر هم نشر ته سپاری کور آباد. عنوان یی باید داسی ولیکل شی:
د نن ورځی غوړ خبر

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x