افغانستان

روسیه: نړیواله ټولنه دې د افغانستان وضعیت ته ځانګړی پام وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د روسیې د دفاع وزیر وایي، ناټو او امریکا په افغانستان کې له شل کلنې ښکېلتیا سره، سره نه دي‌ توانېدلي‌ چې هلته خپل اهداف تر لاسه کړي‌ او افغانستان کې ثبات تامین کړي.

سرګي شویګو د نړیوال امنیت په اړه د مسکو نهم کنفرانس ته په خپله وینا کې ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو سره په یو وخت د کورنۍ جګړې ګواښ‌ تر بل هر وخت جدي‌ شوی، چې ښایي‌ د «افراطیت» د خپرېدو، د پراخې کډوالۍ او د کورنۍ جګړې د پېښېدو لامل شي.

شویګو وړاندې زیاته کړې، چې ناټو او امریکا په افغانستان کې له شل کلنې ښکېلتیا سره، سره ونه توانېدل هلته خپل اهداف تر لاسه کړي،‌ او یو باثباته افغانستان تر شا پرېږدي.

هغه په افغانستان کې د جګړې لوړې کچې ته په اشارې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید ددې هیواد حالت ته ځانګړی پام وکړي.

د روسیې د دفاع وزیر پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ښایي د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر یوولسمې بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تر روسانو بیغیرته او د انګریزانو په شان شیطان او د یهودانو په شان حریص قوم په بشری نړۍ کی نشته. پرون روسی اشغال زموږ دوه میلونه بیګناه او بیدفاع افغانان په شهادت ورسول او شاوخوا شپږمیلونه یی هواره او څو میلونه یی معیوب او د نورو د غاړو بار او هیواد یی څو ځلی په کندواله بدل کړو د دی په ځای چه ځانو ته افراطیان او وحشیان ووایی افغانانو ته وحشیان وایی چه له ځانو یی دفاع کړی او روسان یی له خپلی خاوری وشړل. د روسانو په مقابل کی د هغوی استعماری انګریزی او یهودی رقیبانو لږ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x