
سرچینه: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ ولسوالۍ او پوځي مرکزونه طالبانو نیولي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په ۷ ولایاتو کې د جګړې پرمهال طالبانو له ۴۰ زیاتې ولسوالۍ او پوځي مرکزونه نیولي او سلګونه عسکر او پولیس ورته تسلیم شوي دي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط طلوع نیوز ته منلې چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې ۸ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي؛ خو طالبان بیا د ۴۰ ولسوالیو او پوځي مرکزونو د نیولو خبره کوي.
د طالب ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي د معلوماتو له مخې له تیرې ورځې راهیسې په د بغلان ولایت مرکزي بغلان، نهرین، خنجان، تاله او برفک او مرکز پلخمري کې د شلمې فرقې او چشمه شیر بیس په ګډون ۴۰ پوځي مرکزونه(بیسونه)، په کندوز ولایت کې د چهاردرې، قلعه ذال، علي آباد، ګل تپې، د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ، د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ، د پکتیا ولایت څمکنو(شهرنو) ولسوالۍ، ډنډپټان، جاني خیل، سیدکرم او روحاني بابا ولسوالۍ، د غزني آب بند، د شلګر ولسوالۍ انتقالي مرکز او د زابل ولایت شملزو او شاجوی ولسوالۍ مرکزونه نیولي دي.
طالبان وايي، په دغو ولسوالیو او پوځي مرکزونو کې یې له ۴۰۰ زیات عسکر، پولیس او اربکیان له سلګونه میله درنو او سپکو وسلو، ټانګونو او رینجر موټرونو سره یوځای نیولي دي.
طالبان په داسې مهال د هېواد په شمال، شمال ختیځ، سویل او مرکزي ولایاتو کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکوي او ګڼې ولسوالۍ له جګړې پرته لاندې کوي چې د هېواد په ځینو ولایاتو کې پخوانيو ټوپکسالارانو د طالبانو پرضد د ملي پاڅون په نوم سلګونه ملیشو ته وسلې ویشلي او طالبانو سره یې د جګړې هوډ څرګند کړی دی.
بیا چی کله حکومت را مختی شی همدا طالبان پښی سپکی کوی او تښتی چی ورسته بیا چور او چپاول شروع کیږی چی ملامتیا یی پر طالبانو اچول کیږی. آیا دی مسالې ته مو پام دی؟