ورزش

هند ته په ماتې ورکولو نیوزیلاند د ټیسټ نړیواله اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): نیوزیلاند کرکټ لوبډلې هند ته په ماتې ورکولو د ټیسټ لومړۍ او افتتاحي نړیواله اتلولي په خپل نوم کړه.

د ټیسټ اتلولي چې په ۲۰۱۹م کال کې د انګلستان او استرالیا لوبډلو له سیالۍ پېل شوه، له دوه کالو بېلا بېلو لوبلړیو او جالبو لوبو وروسته نیوزیلاند وګټله.

د هند او نیوزیلاند لوبډلو ترمنځ د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه کې څه هم د اورښت له کبله وځنډېده، خو د اضافي او شپږمې ورځې په زیاتېدو یې پریکړه وشوه.

په یاده لوبه کې د نیوزیلاند توپ اچونکو په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې په وروستۍ ورځ یې د هند لوبډله یوازې په ۱۷۰ منډو وسوځوله او نیوزیلاند ته یې په ۶۰ اورونو کې ۱۳۹ منډو هدف وټاکه.

نیوزیلاند لوبډلې د دوه تجربه لرونکو لوبغاړو (کین ویلیمسن او روس ټیلر) په مرسته ټاکلی هدف ۷ اورونه وړاندې د ۸ ویکټو په توپير بشپړ کړ او د ټیسټ لومړۍ نړیواله اتله لوبډله شوه.

له دې وړاندې هند لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې وکړې، نیوزیلان یې په ځواب کې ۲۴۹ منډې کړې وې.

د نیوزیلاند لوبډلې چټک لوبغاړی کایل جامیسن چې د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ په پایلوبه کې یې ۷ ویکټې واخیستې، د پایلوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x