
اشرف غني او عبدالله د یو غټ پلاوي په مشرۍ امریکا ته تللي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر محمداشرف غني او د ملي پخلاینې مشر عبدالله د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تیر ماخوستن امریکا ته روان شوي دي.
د ارګ د معلوماتو له مخې په دغه سفر کې له اشرف غني او عبدالله سره د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د اشرف غني سلاکار وحیدعمر، د جمهوریت مذاکراتي ټیم غړي عبدالمتین بیګ، حبیه سرابي، فاطمه ګیلاني او شهرزاد په ګډون یو شمېر نور سیاسي او دولتي چارواکي ملګري وي.
ارګ وايي، چې اشرف غني به ددې سفر په ترڅ کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن، یو شمېر نورو لوړپوړو امریکايي مقاماتو، د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر اغېزناکو شخصیتونو سره په جلا جلا توګه وګوري او د دواړو هیوادونو ترمنځ ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د دولتي عسکرو د تمویل او تجهیز، د تروریزم پر وړاندې د مبارزې او له افغانستان سره د اقتصادي او انکشافي مرستو په برخه کې د امریکا په همکاریو بحث او خبرې وکړي.
د کابل حکومت مشران په داسې مهال له امریکايي چارواکو څخه د نظامي مرستو او د دولتي عسکرو د ملاتړ تمه لري، چې تردې وړاندې د سپینې ماڼۍ ویاند جن پسکي امریکا ته د اشرف غني او عبدالله د سفر په هکله ویلي ؤ، چې امریکا به تردې وروسته افغانستان سره یوازې په ملکي څانګو مرستې کوي.
باید وویل شي چې د کابل حکومت مشر اشرف غني له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوله چې په یوازې توګه امریکا ته سفر وکړي او ددغه هېواد له نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن سره د لیدلو پرمهال د سولې پروسې او نورو اړونده مسائلو په هکله خپل ځانګړی نظر شریک کړي؛ خو د امریکا ولسمشر د نوموړي دغه غوښتنه نه منله او ټینګار یې کاوه چې په دغه سفر کې باید ورسره نور حکومتي او سیاسي مطرح جهتونه هم حضور ولري.
څوني غټ پلاوی به یې یي. په خدای بیخي وشمریمدله دا د کابل ښاروالي و خپلو بادارانو ته. چي په چغال باندي چرګان ساتي داسي هزیمت و فضیحت به یې په برخه کیږي
د امریکا اوسنۍ رئيس جمهور جوئي بایدن غټ دروغ وائی یعنی امریکا په شلو کالونو کښی خپل هدف ته رسیدلۍ دی یعنی ترورستان له مینځه وړل شوی دی او دیموکراسی محکمه شوی دی او د افغانانو ژوند شرائيط ښه تره شوی دی او افغانستان د پیشرفت خواته روان دی ! اما جوئي بایدنه د ستاسو دا فریبکاره ادعا د افغان ملت مقابل کښی ډیره ظالمانه دی ایا د تاسو وژونکی عسکر او د تاسو مضره سی آی اي غړی پدی شلو کالونو کښي د افغان ملت وژل ، غربت ، نا امنیو او قومی دسیسو شاهدان ندی ؟ ؟؟ بلی تاسی… نور لوستل »