افغانستان

طالبانو په لوګر او غزني کې دوه ستراتيژيکې ولسوالۍ نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د پرمختګ په دوام طالبانو داځل په لوګر او غزني ولایتونو کې د ازرې او قره باغ ستراتيژيکې ولسوالي نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې تیره شپه یې د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او نورو دولتي تأسیساتو د نیولو پرمهال یې ۵۰ تنه دولتي عسکر له ګڼو وسلو او مهماتو سره نیولي دي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او د ملي امنیت ودانۍ ترڅنګ یې هلته ټول دولتي تأسیسات تر خپلې ولکې لاندې راوستلي او په خبره یې دولتي عسکر له هغه ځایه«تښتېدلي» دي.

مجاهد په قره باغ ولسوالۍ کې هم د لسګونو میله درنې او سپکې وسلې ترڅنګ د زیات شمېر پوځي وسائطو او ټانګونو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د لوګر ولایت ازره ولسوالي چې د کابل، ننګرهار او پکتیکا ترڅنګ د پاکستان له پاړه چنار سره هم پوله لري، په نیول کېدو یې ښايي په څو ختیځو او مرکزي ولایاتو کې د طالبانو د تګ راتګ لاره آزاده شي.

ددې ترڅنګ د کابل ـ کندهار په لویه لاره پرته د غزني ولایت قره باغ ولسوالي په نیولو سره هم طالبان کولای شي چې د غزني ولایت جاغوري، مقر، آب بند، اندړو، واغظ او ناور ولسوالیو کې خپل حضور قوي او ځینې هغه ولسوالۍ چې یوازې مرکزونه یې حکومت سره پاتې وو، د کلابندۍ کړۍ ورباندې نور هم تنګه کړي.

باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د غزني آب بند، شلګر، جغتو او دهیک ولسواليو په نیولو سره ددې ولایت په مرکز د محاصرې کړۍ راتنګه کړې او د کابل ـ کندهار لویه لاره یې هم تر ډیره په خپل کنترول کې راوستلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

هیله ده په مفتوحه ودانیو کې هغه طالبان ځای پر ځای ووینو چې طالبان یې په فلمونو کې ښایي.

غمی،پښتین

غوربندی ته.
مفتوحه وادنی به لوټی لوټی کیږی ،که لوټی لوټی نه شی نو خامخا به ایی اس ایی ،خاصه داران، تحصیلدارن در په کی کینوی ،

طاهر ثابت

خدای دی وکړی غنو یی بمبارد نکړی. غنیان لیونی سوی. اوس یی په خپلو پسی را اخیستی ده.
دیموکراتیک کنبلیزم به دغنو اخیره کارنامه وی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x