افغانستان

امریکا: له افغانستانه د عسکرو د ایستلو نېټه نه بدلېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): له افغانستانه د امریکايي‌ او ناټو عسکرو د وتلو د لړۍ په دوام، سپینې ماڼۍ ویلي، د عسکرو د ایستلو پریکړه او نېټه قاطع دي او له شرایطو سره تغیر نه پکې راځي.

د سپیني‌ ماڼۍ ویاندې «جان ساکي» تېره ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې له افغانستانه د عسکرو ایستلو نېټه قاطع ده او هیڅ ډول بدلون به پکې رانشي.

ددې له قوله، امریکا باور درلود چې که خپل عسکر تر مۍ میاشتې وروسته له افغانستانه ونه باسي، نو د طالبانو له بریدونو سره به مخ شي.

د جن ساکي پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکایي‌ ځواکونو د وتلو لړۍ تر پنځوس سلنه زیاته بشپړه شوې.

د بهرنیو عسکرو د وتلو سره هم مهاله حکومت پراخې سیمې طالبانو ته بایللې دي‌ او د لسګونو ولسوالیو مرکزونه سقوط‌ شوي‌ دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي‌ «زلمي‌ خلیلزاد» هم ویلي‌ و، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل په شرایطو پورې اړه نه لري.

دده‌‌ په خبره، امریکا باور لري‌، چې که خپل عسکر د شرایطو د سمون په تمه په افغانستان کې پرېږدي، نو هیڅکله به هغوی خپلو کورونو ته ستانه نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammed Asif

🙃🙂🇦🇫

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x