
کندوز کې هوايي برید د پولیسو د آمر په ګډون ۳ پولیس وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کندوز ولایت مرکز اتمه حوزه کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د نښتې په جریان کې دولتي الوتکو په تیروتنې سره د پولیسو آمریت بمبار کړی، چې د جنايي آمر په ګډون ۳ پولیس په کې وژل شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، تیره شپه د کندوز ښار اتمه امنیتي حوزې اړوند «چهارتاق» سیمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه، چې دولتي ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه.
سرچینه زیاتوي، کله چې الوتکې سیمې ته د بمبار لپاره راځي، د طالبانو پرځای د اتمې حوزې د پولیسو آمریت باندې له هوا څخه ځمکې ته ویشتونکی توغندی توغوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه هوايي برید کې په حوزه کې ولاړ له مهماتو ډک یو ټانګ هم ویجاړ شوی او په ترڅ کې د اتمې حوزې د پولیسو جنايي آمر عابدین په ګډون ۳ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې له هوايي برید وروسته طالبانو په یاده حوزه برید کړی او حوزه یې په خپل کنترول کې راوستلې ده.
د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الله رحماني هم دغه برید تاییدوي؛ خو زیاتوي چې له هوايي برید څخه لږ مخکې طالبانو خپل موقعیت ته تغییر ورکړی وو، ځکه میزایل په تیروتنې سره د پولیسو په حوزه لګېدلی دی.
په دغه هوايي برید کې د حوزې شاوخوا هټیو او کورونو ته هم زیان اووښتی دی.

باید وویل شي چې طالبان له تیرو څو ورځو راهیسې د کندوز ښار لومړۍ، دویمې، درېیمې او پنځمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې ګزمې کوي او وخت ناوخته له دولتي ځواکونو سره نښتې هم ترسره کوي.
په راتلونکی خپلواک او یو اسلامی حکومت کی دهوایی قواو لپاره یو منظم او په عسکری اصولو برابر پلان او دهوایی قوآ د مدیریت او تنظیم لپاره ددی قوآ د رهبرۍ لپاره دهغو وطن پالونکو مسلکی کدرونو څخه استفاده او یا ددی قوآ په راس کی تعین شی تر څو داسی یو قوت جوړ او هغوی دخپل وطن او خاوری او له دینی ارزښتونو د ملی ګټو پر بنسټ هر اشغالګر ته په میړانه ځواب ووایی دا پوځ دخپلو خلکو ساتنه وکړی نه داچی پر خپل ولس بمونه وغورځوی