افغانستان

ترکیه: د کابل هوایي‌ ډګر د خوندیتوب لپاره افغانستان ته اضافي عسکر نه لېږو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې د امریکا او ناټو په وړاندیز ترکیې د کابل هوايي‌ ډګر خوندیتوب او په افغانستان کې د عسکري حضور دوام ته چمتووالی ښودلی؛ د یاد هیواد دفاع وزیر وايي، افغانستان کې شته ترکي عسکر به د کابل هوايي ډګر ساتنه کوي‌ او نور عسکر نه ورلېږل کېږي.

د ترکیې دفاع وزیر «خلوصي اکار» وایي، چې پنځه سوه ترکي عسکر د ناټو قاطع ماموریت تر چتر لاندې په کابل هوايي‌ ډګر کې دیره دي چې ښایي حضور یې دوام ومومي، خو انقره پلان نه لري، چې نور عسکر هم د هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره ولېږي.

نوموړي افغانستان ته د تازه دمو عسکرو لېږل له «خیاله لیري» وبلل.

انقره داسې مهال د کابل هوایي‌ ډګر د امنیت خوندي کولو ته اوږه ورکوي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر راتلونکې سپتمبر میاشتې ښایي بشپړه شي.

د ترکیې ولسمشر د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو په ناسته کې د امریکا له ولسمشر جوبايډن سره هم په همدې موضوع خبرې کړې وې او له هغه یې غوښتي و، چې د هوایي‌ ډګر د امنیت په خوندي کولو کې د ترکیې مالي‌ او لوژستیکي مرسته وکړی.

ورته مهال طالبانو بیا ګواښ کړی، چې که ترکیه خپل عسکر په افغانستان کې پرېږدي، نو دوی به یې په وړاندې ودرېږي او د نورو اشغالګرو عسکرو‌ په څېر چلند به ورسره وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تر نورو اشغلګرو بدتره عمل ورسره باید وشی دوی شرم نه لری چه د اشغلګرو د قوماندی لاندی یی شل کاله مجاهدینو سره وجنګیدل او تر دی چه هغوی په تیښته کی دی او د اتاترک بچی اوس هم غواړی چه دلته عسکر وساتی که د طالبانو وسه ورسیږی څو خلی یی مړه کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x