ورزش

رمیز راجه: افغانستان کولی شي په شل اوریزو لوبو کې پاکستان مات کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی اوپنر او مخکښ مبصر رمیز راجه وایي چې افغان لوبغاړو ته په کتلو یاده لوبډله کولی شي په شل اوریزو لوبو کې پاکستان لوبډله ماته کړي.

رمیز راجه چې اوسمهال په پاکستان سوپر لیګ کې د مبصر په حیث بوخت دی، له نږدې د افغان لوبغاړو کارکردګي څاري، چې په وینا یې د راشد خان، نجیب ځدران او حضرت ځاځي لوبې حیران کړی دی.

رمیز راجه وایي، افغانستان لوبډله د راشد خان، نجیب ځدران او حضرت الله ځاځي په درلودلو سره کولی شي پاکستان لوبډلې ته په شل اوریزو لوبو کې ماتې ورکړي.

هغه باوري دی چې د پاکستان لوبډلې مخکښ او د لومړي انتخاب توپ اچونکي شاداب خان، حسن علي او فهیم اشرف د حضرت ځاځي پر وړاندې بې بسه وو، چې دا کولی شي افغانستان یو قوي سیال جوړ کړي.

د راجه په وینا، پاکستاني مینوالو له دې وړاندې د ځاځي زیاته توپ وهنه نه ده لیدلې، په افغان لوبډله کې د هغه په څېر نور لوبغاړي هم شتون لري، د اسلام اباد لوبډلې پر وړاندې د ځاځي بې پروا توپ وهنه چې د پاکستان د شل اوریزو سیالیو درې غوره لوبغاړي یې بې بسه کړل یو غوره ثبوت دی.

«په اسلام اباد لوبډله کې د شاداب خان په ګډون چې د پاکستان شل اوریزې کرکټ لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی، حسن علي او فهیم اشرف چې د یادې لوبډلې لومړی انتخاب دي، پر ځاځي هیڅ اغیز ونکړ، څوک چې ځانګړی استعداد او وړتیا لري، د هغه مزاج واقعا قوي دی، د نوموړي دا چلند افغان لوبډله یو خطرناک اړخ ګرځولی دی، او دا به زما لپاره د حیرانتیا وړ نه وي که د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه شل اوریزې لوبې ترسره شي او پاکستان ناراضه یا مات کړي».

رمیز راجه پاکستان کرکټ بورډ ته ګوتڅنډنه وکړه چې د حضرت ځاځي په څېر استعداد لرونکي او غوره شاټ وهونکي لوبغاړي نه شي موندلی، څوک چې کولی شي ودریږي او د فشار پرمهال چټکه توپ وهنه وکړي.

ددې سربېره رمیز راجه په افغان لوبډله کې د سوکه توپ اچونکو لوړه کچه استعداد هم وستایه، د نوموړي په وینا، د حضرت ځاځي او نجیب ځدران ترڅنګ په افغان لوبډله کې د راشد خان شتون دغه لوبډله د پاکستان لپاره د خطر زنګ ګرځولې ده.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان سوپر لیګ کې د راشد خان او نجیب ځدران په ګډون حضرت ځاځی هم ځلیدلی چې په څلورو لوبو کې یې درې نیمه سلیزې وهلي او د پېښور زلمي لوبډله یې پایلوبې ته رسولې ده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ که څه هم په راتلونکې نږدې کې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ نه ترسره کیږي، خو یادې لوبډلې به د اګست په وروستیو او د سپتمبر په لومړیو کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې مخامخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x