افغانستان

د امریکا استخبارات: د بهرنیانو وتلو وروسته افغان حکومت شپږو میاشتو کې سقوط کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امریکا استخباراتي شبکو د افغانستان وضعیت تر څارنې وروسته ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د افغانستان اوسنی حکومت په شپږو میاشتو کې سقوط وکړي.

دغه راپور وال سټریټ ژورنال د جګپوړو امریکايي هغو مسؤولینو په حواله نشر کړی، چې د امریکايي استخباراتو وروستی راپور یې کتلی دی.

د راپور سره سم ددې تر مخه داسي تمه نه وه چې د کابل حکومت دي ژر سقوط وکړي، خو دا چې طالبانو په تیرو اونیو کې د افغانستان شمالي ولایاتونو او نورو سیمو کې چټک پرمختګونه وکړل او د مرکزي ښارونو شاوخوا یې اکثره ولسوالۍ په لنډه موده کې ونیولې، د امریکايي استخباراتو نظر یې ور بدل کړ.

ددې تر مخه دا نظر ډیر عام وو چې کیدای شي د اشرف غني حکومت دوه کاله نور مقاومت وکړای شي، دا هغه موده ده چې د ویتنام حکومت د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته مقاومت کړی وو. مګر د استخباراتو وروستی اټکل دادی چې د کابل حکومت به د ۶ میاشتو څخه بیا تر ۱۲ میاشتو پوري سقوط وکړي.

باید وویل شي چې امریکا د افغانستان څخه خپل نیمایي عسکر او جنګي سامانونه ایستلي دي او تمه ده چې د سپتمبر تر ۱۱مې نیټې دغه بهیر بشپړ شي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور سره سم د امریکايي استخباراتو نوی اټکل کیدای شي د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ نوره هم چټکه کړي او هغوی مجبور کړي چې د حالاتو د بدلېدو سره سم د چټک وتلو لپاره امادګي ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Six months!  Oh man, that is too long to wait.
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x