نظــر

پاړه چنار کې په اډه جوړولو؛ امریکا ایله چې د کرزي شرط پوره کړ!

استاد محمد زمان مزمل

په پاکستان کې د امریکا له خوا اډې جوړول او بیا په داسې حال کې چې له ګاونډي افغانستان نه د همدې پاکستان په همکارۍ ناچاره وځي دا یؤ ډېر سوال پارونکی او پېچلی اقدام دی.

کېدای شي په څو بېلو بېلو مقالو کې ددې اړخونه موږ او نور ذیعلاقه کسان وڅېړي ولې یو څه چې ددغه اقدام نه یې انسان الهام اخلي هغه دا چې پاکستان به د خپلو پېچلو پالیسیو په لړ کې دا ځل د یو بل پېچلي سیاست تَل ته ور وغورځي او هغه دا چې له افغانستان نه د وتلو وروسته به په پاکستان کې به د طالبانو د حضور تر څنګ د امریکا اډې هم وي.

دا چې دا پېچلی کار به اسلام اباد د خپلو پنځوس کلنو سیاسي تجربو په لړ کې څنګه تنظیم او ډیزاین کړي د یوه پاک زړي افغان سر پرې نه خلاصېږي.
ولې بیا هم دا پکې د احتمال نه لرې نۀ ده چې پاکستان د شلو کلو وروسته او په افغانستان کې دناوړه ناکامیو په پای کې ایله د حامد کرزي هغه خبره زړه ته ننوتلې وي چې حامد کرزي به پکې په داسې حال کې چې پاکستان ته ګوته نیولې وه او تکرار به یې ویل:
د ترورېزم اډې هلته دي امریکا باید په افغانستان کې بېځایه جګړې ونکړي.

نن چې په شلو زان او پیوار چې په تاریخي لحاظ د افغانستان په تحولاتو او ازادۍ کې مؤثره سیمه ده نن چې امریکا هلته اډې او نظامي حضور باندې مصروفه ده کېدای شي یؤه معنا یې همدا وي چې دغه د افغانستان ،هند او پاکستان د ازادۍ تاریخي سیمه کې دوی مرکز جوړ کړي او هغه چې له دې لارو یې ګټه اخیسته پر هغوی چانسونه او لارې بندې کړي او که نه پاړه چنار ناممکنه ده چې د بګرام او کویې پهلوان کردار اداء کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

تا ذیعلاقه وځغلوم ….

جمیل

د اډی ورکړه خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشی او لمړی وزیر عمران خان دواړو په سخته لهجه رد کړی
د آزادی او اسلامی نظام دښمن مزمل لا ولی شخوند پر وهی ؟

عبدالواحد اڅګزۍ

زموږیواکابه دامتل تیراوۍ:که نن دۍ که سبادۍ داشال دزرغون شاه دۍ:اوس هغه ۷۰کاله انسانان ندی چه نه پوهیږی،پاکستان پدی پوهیږی که افغانستان جوړسوپاکستان چه دافغانستان پرخاوره جوړسوی دۍ ډیرژردمنځه ځی نوداکوښښ کوی چه څنګه یی برباداوخراب کی بله هیڅ وصیله نلری بیله انګریزانواوامریکایانودغه ترننه پوری هم دوی وروساتۍ،هغه وخت چه روسیه ناکامه سوه ماپه کوټه کی هوټل درلوددافغانستان لوی سیاسین په کوټه کی وو مثلاًدداوود خان دزراعت وزیرواصفی صاحب، دګل پاچاالفت زوی عزیزالرمان الفت اوداسی موږ مشوری کولی چه څنګه په افغانستان کی پاټکونه له منځه یوسواویوباثباته حکومت رامنځ ته کویوارپاکستان ملیشی واستولی دطالبانوپه نامه بیعلمه خلک یی دملامحمدعمرپه نامه… نور لوستل »

طاهر ثابت

اڅکزی سیب ځه خوا می درنه بده سوه. سوانح دی تر مزمله هم بدی ښکاری. زما دکوټی له لوی خیټو بد راتلل.

طاهر ثابت

مرمل سیب دعمران خان ابسلوټلی ناټ مرکه له امریکایی ژرنالیست سره ووایاست.
که سی آی ای تاسو ته خاص اطمنان درکړی وی نو واضحه یی کړی.
پاکستان زوړ تعهد لری چه هغه داکمالاتو او تخلیی لپاره سوی تر سیپتامبره پوری دوام لری.
نور هرڅه دروغ ښکاری.
عمران خان ویلی مونږ تیری اشتباهګانی نه تکراروو. دا په دی معنی چه حربیان نور راشن نلری.
تعزیه مرمل سیب او ګلبدین ته مو هم تعزیه ورسوی.

مختار

وای کورونا د ځینې خلکو په دماغ ډیره بده اغیزه پریږدي. مزمل صاحب یې هم لکه چې په دماغ وهلی. دا یې څوومه لیکنه ده چې زه یې لولم داسې شی لیکي لکه موچي چې تحلیل کوي. الله تعالی دی ما او ده دواړو ته هدایت وکړي. نن ټکی آسیا نه دا غوښتنه لرو چې حد اقل دا تحلیلونه لومړی له نظره تیر او بیا یې خپاره کړي.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x