جان کیري د حل پر ځای ستونزې راوړې

لیکوال: قاضي اسدالله عزت

د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ۱۳۹۳کال د چنګاښ پر ۲۰ نېټه له حامدکرزي او دواړه نوماندانو ډاکتراشرف غني او ډاکترعبدالله سره جلا جلا وکتل.

د حامدکرزي هغه تشویش، چې د نوموړي خوب یې ورک کړی وه، امریکا ته په افغانستان کې د نظامي اډو د ورکړې په موخه د مشورتي جرګې تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې د۱۳۹۳ کال ټاکنو ته په اشارې سره خپل تشویش داسې څرګند کړ، چې د لویې جرګې تر جوړېدو درې ورځې مخکې ما په افغانستان کې د امریکا سفیر او جنرال ډانفورډ سره غونډه درلوده، چې د افغانستان او امریکا تر منځ دې نظامي اډو لاسلیک پر درېیمه ماده باندې سره جوړ نه شو او امریکا غوښتنه درلوده چې پرته د افغان ځواکونو له اجازې څخه موږ خپل سري عملیات کولی شو، دکرزي په وینا چې وروسته له ډیرو خبرو هم پر دې خبره سره جوړ نه شولو چې امریکایي ځواګونه به په افغانستان کې خپل سري عملیات کوي،کرزي ویل چې ما د امریکا سفیر ته وویل: «چې ستاسو څه بيړه ده او ولې کوښښ کوئ چې دا قرارداد له موږ سره امضاء کړئ، ولې صبرنه کوئ چې پنځه میاشتې وروسته زموږ نوي حکومت راځي او هغه به بیا پنځه کاله وخت لري نو تاسو له نوي ریس جمهور سره دا قرارداد امضاءکړی»، د امریکا سفیر په ځواب کې راته وویل، «نه موږ خپل پروګرام لرو او بل دا چې ستاسو د۱۳۹۳کال ټاکنې کېدای شي دوهم پړواته ولاړي شي او پایلي یې ممکن پنځه شپږ میاشتې وځنډیږي»، چې امریکا د هغو وعدو پربنسټ دغه دی اوس جان کيري افغانستان ته را استولی دی، چې د جان کیري او دواړو کاندیدانو خبرې لا ګونګي دي.

تراوسه پورې له دواړو کاندیدانو سره د ښاغلي کیري د خبرو جزییات نه دي څرکند شويخو له افغان ولسمشر سره یې په خپله لومړۍ ناسته کې د جوزا د۲۴ نېټې د ولسمشریزوټاکنو د نژدې نیمايي رایو د بیا شمېرل کېدو په اړه خبرې کړې دي، چې که همدغه راې شمیرنې لړۍ بار بار تکرار او د منلو وړ نشي نو تقریباً، چې همغه د امریکا د سفیر خبره پر ځای او پلانشوې بللی شو، چې پنځه شپږ میاشتې به د نتایجو اعلان ځندیږي.

په مشورتي لویه جرګه کې د کرزي په خبرو کې یوه مهمه خبره دا هم وله، چې د۱۳۸۸کال ټاکنې امریکا بدنامه کړې او مخلفې غوښتنې یې درلودې او چل و چلبازي یې راسره پیل کړه، چې د دوهم پړاو ټاکنو پروعده راسره ونه دریدل، مخکې تر دې چې د حمل ۱۶سمې نېټې ټاکني تر سره شې حامدکرزي په ډاکه سره هغه ویره څرګنده وله، چې اوس مهال دواړه کندیدان او د ټاکنو خپلواک کمیسیون پکې ښکیل دی، خصوصاً د دوهم پړاو ټاکنو په ترسره کولو، افغان ولسمشر ته هغه څه روښانه شوي ول کوم، چې امریکا د۱۳۸۸کال په ټاکنوکې له ده سره کړې ول او یا اوس نوموړي کاندیدان پکې ښکیل پاتي دي.

له افغان ولسمشر او دوو نوماندانو سره د جان کېرې په جلا جلا لیدنه کې او د رسنیو چوپتیا او ناخبري، داسې انګیزه ورکوي، چې د ښاغلي کیرې غوښتنې ډیرې لوړې او جدي دي، د ډکترعبدالله عبدالله تورونه لګول د انتخاباتو پر کمیسیون او د موازي حکومت له اعلان څخه داسې معلومیږي، چې د ښاغلي کیري غوښتنې یوازې له اشرف غني څخه دي، دا چې لیدنه یې له ډاکترعبدالله عبدالله سرخوندوره او خوشحاله معلومیده، زما په فکر سره چې دا به ډاکترعبدالله تشویق او د ښاغلي احمدزي له پاره یوګواښ وي، زه په دې عقیده یم، چې امریکا ډاکتر اشرف غني ته د ولسمشرپه توک د اعلان له پاره ځانکړي شرایط وړاندې کړي دي؛ دمثال په ټوګه په افغانستان کې د امریکا نظامي شتون په هغه ډول سره چې امریکا یې غواړي… مګر ډاکتر اشرف غني د امریکا دغو غوښتنو ته نه یوازې دا چې مثبت ځواب نه شي ویلی بلکې دیو تعداد هېوادونو ناخوښي او د افغان ولس پاڅیدنه یو لوی ګواښ بولي او د جان کیري راتګ وه اشرف غني ته نه یوازې دا چې د غوښتنو د منلو وخت یې ورکم کړ بلکې ډاکترعبدالله یې د ډاکتراشرف غني د وېرولو له پاره د موازي حکومت پر اعلان نور هم ټینګ او تشویق کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له دېنه مخکې، چې جان کیري نوماندانو ډاکتراشرف غني او ډاکترعبدالله سره وګوري، یوه جګپوړي امریکايي مامور د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې کیري به له دواړو نوماندانو سره، د رایو د تفتیش او د یوه پراخ بنسټه حکومت په باب خبرې وکړي، چې په ورته وخت کې له نوموړي جګپوړي امریکايي مامور څخه وپوښتل شول چې ایا دواړه افغان کاندیدان د انتخاباتي کړکیچ حل کولو ته څومره نژدې شوي دي؟ هغه وویل:پر هغه څه چې بحث کېږي د بدلون په حال کې دی، پر ګڼو نظرونو خبرې کېږي.

زه فکرکوم،چې له ګڼو نظرونو څخه د امریکا مختلیفي غوښتنې څرګندېدای شي، ځکه خو ډاکتر عبدالله د ټاکنو د کمیسیون او د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه روښانه دریځ نه لري، چې د ټاکنو له تیریدو سره سم د ښاغلي عبدالله عبدالله مختلف نظرونه او غوښتنې پيل شول.

د لوېدیځو رسنیو د رېپوټ پر اساس، چې وايي د عبدالله عبدالله غوښتنې بیا بیا بدلېږي. د امریکا د مشهورې راډیو (این پي آر) د راپور له مخې عبدالله په پیل کې د ۶۰ محلونو د رایو د بیا څېړلو غوښتنه کړې وه، وروسته یې بیا وویل چې په دې شمېر دې ۲ زره نور محلونه هم ور زیات شي خو اوس وايي چې د ۱۱ زره محلونو رایې دې تفتیش شي چې شاوخوا درې نیم ملیون رایې کېږي، چې زه ډاډه یم که چېرته کمیسیون له ډاکترعبدالله عبدالله سره یادې شوې غوښتنې ومنې، نو عبدالله عبدالله به حتماً نورې بهانې جوړې اوکمیسیون ته وړاندې کړي.

زه په دې فکر یم، چې امریکا ته د ټاکنو د نتایجو او د رایې په بیا شمیرلو کې چې د مداخلې یو طلائی چانس برابر شوی دی، که چېرته امریکا د ټاکنو د شمیر او اعلان په بهیر کې مداخله وکړي نو د تېرپه څیر به د ټاکنو روڼوالی ترسوال لاندې راشي او دکمیسیون زړه نازړه کیدل او د ډاکترعبدالله عبدالله مختلفو سوالونوته نه ځواب او پر وړاندې یې چوپتیا داسې څرګنده وي البته د یو تعداد خارجي هېوادونو په مداخلې سره، چې وروسته له ډیره ځنډه به د یو ايتلافي حکومت جوړونې اعلان وکړي، تر څو یې نور هم چور و چپاول، اداري فسادي او افغان وژنې ته لاره هواره کړي.

لیکوال: قاضي اسدالله عزت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د