افغانستان

امنیت شورا له تور لیسته د طالب مشرانو د معافیت موده ۳ میاشتې نوره هم وغځوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د ملګرو امنیت شورا د بهیر د پرمختګ لپاره له تور لیست نه د یو شمېر طالب مشرانو د معافیت موده د نورو درې میاشتو لپاره وغځوله.

په افغانستان کې د ملګرو سیاسي استازولۍ(یوناما) وايي، دا ګام یې له افغان سولې بهیر څخه د ملاتړ او ددې بهیر د پرمختګ لپاره پورته کړی دی.

یوناما ددې ترڅنګ ویلي، چې د طالب مشرانو لپاره د معافیت د ۹۰ ورځو مودې نور غځول د سولې لپاره «مؤقته ځانګړنه» ده ترڅو که په دغه موده کې د سولې پروسه د پام وړ پرمختګ وکړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې درې میاشتې وړاندې هم د ملګرو امنیت شورا له تورلیست څخه یو شمېر هغه طالب مشران معاف کړي وو، ترڅو په آزاده توګه د سولې مذاکراتو لپاره بهرني سفرونه وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ملل متحد هم ګوری چی طالبان لګیا دی څه کوی. درې میاشتی بعد خارجیان په مکمله توګه افغانستان څخه وځی او کچیری بیا هم طالب همداسی لګیا وی د افغانانو په وژلو فکر نکوم چی یی د مشرانو نومونه له تور لست څخه ووځی.

ملا جانان

ته وا ملګري ملتونه د افغانانو په وژنه خوا بدوي؟ دا چارواکو چي دا ۲۰ کاله افغانان ووژل او وې ربړول د کوم یوه نوم تور لیست ته ولویدی د دوستم او که د عطا نور. یوه پر خپل مرستیال جنسي تیری وکړ او بل د یوه سیاستوال غوږ ور وپرې کړ. غني خو د فتاڼو د بازار د دارالحفاظ پر قتل عام ښکاره اقرار وکړ او رسمي بخښنه یې وغوښتل (حال دا چي د مقتولینو وارثینو تر اوسه پوري رسمي بخښنه نه ده ورته کړې) یعني د کابل ادارې ټول نظامي منصوبین سرټیفایډ جنګي مجرمین دي. ملګري ملتونه اوس… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x