نظــر

کم تلفات لوی فتوحات

محمد عیسی نبیل

په دې ورستیو نژدې ورځو کې د طالبانو پرمختګ یو فوق العاده او د تېرو شلو کلونو په پرتله په ډېره تیزۍ سره روان دی چې په تېره میاشت کې تقریبا تر سل زیاتې ولسوالۍ، مراکز او او بې شمېره لوی او واړه وسائل او تجهېزات لاسته ورغلل.

د کابل اداره د تکتیکي شاتګ په نامه ډېري مهمي ولسوالۍ او ستراتیژیک موقعیتونه پرلپسې له لاسه ورکوي او هره ورځ له پنځو ترلسو پورې ولسوالۍ سقوط کوي او د سقوط پر مهال خپل ټول وسائل او تجهېزات هم طالبانو ته تسلیم وي.

ارګخېل چې اکثرو مشرانو یې بهر ته د تېښتې لار غوره کړه او خارج ته وتښتېدل او پاتې هغه کسان چې لا اوس هم د چانس په تمه دي چپ دي او یواځې د ولسوالیو دسقوط نندارې کوي.

طالبان د تېر په پرتله دا ځل له جګړې سره ددعوت او ارشاد کمېسیون مشران هم یوځای په ډېر جدیت سره کار کوي او اکثره ولسوالیو سرتیري دقومي سپنږرو په توسط د خبرو له لارې یا له طالب سره یو ځاي کوي او یا نورو مراکزو ته خوندي لار ورکوي تر څو هغه خپلو کورونو ته ولاړ شي.
د کابل رژیم سرتیري چې له څو میاشتو څخه تنخواه ګانې بلکې دخوراک او چښاک لپاره هم څه کومک نه دی ورسېدلی له طالبانو سره په یوځای کېدو خوښ دي او خپلې وسلې جنګې تجهېزات لوی بیسونه یې طالبانو ته تسلیم کړي دي ځکه چې هغوی ویني چې طالبان له یو ځای کېدونکو عسکرو سره ډېر عاطفي چلند کوي او په مینه یې غاړې ته هارونه وراچوي او د خپل ورور او جانان په نامه يې رابولي.
په اکثره ویډيو ګانو کې چې په خواله رسنیو ګرځي موږ وینو چې زخمي عسکرو ته پاسمانونه وروکوي او دیو زخمي ورور په حیث برخورد ورسره کوي او بیرته د کورته تګ لپاره یې تر ۱۵۰۰۰ پنځلس زره افغانۍ پوري د لاري مصرف هم ورکوي.
نه له دې کبله د طالبانو داسې جګړه وکړه چې تلفات دواړو لوریو ته ډېر کم دي او د طالبانو پر مختګ بې ساري دی.

د کابل رژیم تر دې مخکې ادعا کړې وه چې موږ د بهرني ځواکونو له ملاتړ پرته هم نظام ساتلای شو بې ځایه او درواغ ثابت شول.

دوی په ډېره کمه موده کې چې د امریکا هوایي ځواک ملاتړ کم یا صفر شو لسګونه ولسوالۍ او مهمات له لاسه ورکړل.

طالبانو نه تنها جنوبي طرفته بریالي شوي بلکې کندز، تخار بلخ،بغلان او نورو شمالي ولایتونو کې هم زیات پر مختګ کړی دی.

او د هغو څو شمالي ملېشو وېره هم نوره ختمه شوې ده چې د ایران یانورو هېوادونو په لمسون راپور ته کېدلې اودا مظلوم اولس بې یو ځل بیا په سمتي او ژبني اور کې اچولو.

ټول افغانان هغه که هر قوم وي یواځي د یو اسلامي نظام د ارمان پر محور سره راټول شوي دي او دهمدې مقصد او مرام لپاره قرباني ورکوي.

او موږ تاسې په دا تېرو څو ورځو کې ولیدل چې غیر پښتانه قومونو په تخار،بغلان او نورو ولایتونو کې څرنګه له دې فاسد نظام سره وجنګېدل او خپلې سیمې یې له هر ډول مفسدینو وحشتګرو خلاس کړ او نړۍ ته یې وښوده چې موږ ټول یو افغان ملت یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x