
ايا د طالبانو د پرمختګونو له امله به د امريکايي پوځيانو د وتلو بهیر ټکنی شي؟
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د امريکايي چارواکو د څرګندونو له مخې د سپټمبر د ۱۱مې له راتلو مخکې به ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي.
د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير له چټکېدو سره د طالبانو له لوري پوځي پرمختګونو کې بې ساري زياتوالی راغلی او له تېرو څو ورځو راهيسې يې له ۱۷۰ زياتې ولسوالۍ او لسګونو پوځي قرارګاوې نيولي دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» مشرې ډيبورا ليانز ويلي، چې طالبانو تر اوسه کومې ولسوالۍ نيولي دي، په دوغو کې ډېری هغه يې د ولايتونو د مرکزونو شاوخوا کې پرتې دي او له دې ښکاري، چې طالبانو د ګڼو ولايتونو مرکزونه کلابند کړي او هلته يې خپل ځواک قوي کړی دی، تر څو د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شي او طالبان دغه ولايتونه هم ونیسي.
د طالبانو له وروستيو پرمختګونو سره داسې اندېښنې هم په زياتېدو دي، که د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ د سپټمبر له ۱۱مې مخکې بشپړه شي، نو طالبان به يو ځل بيا تر ډېره پر افغانستان واکمن شي.
بل پلو واشنګټن هم د تېرې دوشنبې په ورځ يو ځل بيا ويلي، چې د ولسمشر جو بايډن د پرېکړې پر بنسټ به ټول بهرني پوځيان له ټاکلي مهالوېش سره سم له افغانستانه وځي.
د امريکا د دفاع وزارت «پنټاګون» وياند جان کربي ويلي، چې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به ټول بهرني پوځيان له افغانستانه وځي او يوازې په کابل کې د سفارت امنيت ساتلو په موخه به يو شمېر پوځيان هلته پاتې وي.
تېره اونۍ د پنټاګون وياند ويلي و، چې امريکايي ځواکونه د افغانستان وضعيت له نږدې څاري او د افغانستان د حالاتو په رڼا کې د ځواکونو د ويستلو لړۍ کې بدلون راتلی شي.
د جان کربي په وينا دوی څو غوراوي تر نظر لاندې نيولي، خو ده ته اجازه نه شته، چې په دې اړه ډېر تفصیلات ووايي، خو يوه خبره يې په څرګندو ټکو کړې وه، چې د ځواکونو له ويستلو وروسته افغان پوځ تر ډېره د امريکا مالي مرستو ته اړتيا لري.
د کابل حکومت چارواکو ادعا کړې، چې په شمال او شمال ختيځو ولايتونو بلخ، بغلان،کندوز او نورو سيمو کې يې له طالبانو يو شمېر سيمې بېرته نيولي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د حکومتي چارواکو ادعاوې بې بنسټه بللي او هغه يې رد کړي دي.

د حکومتي چارواکو له ادعاوو وروسته طالبانو د هغو سيمو ويډيوګانې هم خپرې کړي، چې حکومت يې د نيولو ادعاوې کړي دي.
د افغانستان د چارو کارپوه او د الجزيرې ټلويزون خبريال احمد موفق زيدان، چې له تېرو درې لسيزو راهيسې د افغانستان موضوع له نږدې څاري، د طالبانو د وروستيو پرمختګونو په اړه نن ټکی اسيا ته وويل، چې طالبانو د واورې پنډوسکي يا د ميږي د مزل سټراټيژي غوره کړې ده او په دغه توګه يې ډېرې سيمې لاندې کړي دي.
احمد زيدان وايي، چې امريکا يو ځل د ځواکونو د ويستلو پرېکړه کړې او اوس داسې کومې نښې نه ليدل کيږي، چې له دغې پرېکړې په شا شي.

د احمد زيدان په وينا د امريکا په څېر ستر قوتونه، چې يو ځل کومه پرېکړه کوي، ټول بُعدونه يې په نظر کې نيسي او د امريکايي استخباراتو هغه څرګندونې هم د پام وړ دي، چې ښايي د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته د کابل حکومت په شپږو مياششتو کې نسکور شي.
نوموړي زياته کړې، چې کله امريکايي استخبارات دا ډول وړاندوينې کوي، نو دا هر څه يې په نظر کې نيولي وي او زما په باور، د طالبانو پر مختګونه به د امريکايي عسکرو د وتلو پر مهالوېش کوم اغېز ونه کړي.
دا په داسې حال کې، چې د کابل حکومت مشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله له نورو لوړپوړو چارواکو سره واشنګټن ته تللی او هلته به د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر جو بايډن سربېره له يو شمېر لوړپوړو چارواکو او د کانګريس له غړو سره وګوري.
داسې اټکل هم شته، چې اشرف غني او ورسره مل پلاوی به هڅه وکړي، چې د ځواکونو د ويستلو په اړه د امريکايي چارواکو دريځ کې بدلون راولي.
خو د اشرف غني له سفر يوه ورځ وړاندې د سپينې ماڼۍ وياند جان ساکي په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته ويلي و، چې له افغانستانه د ځواکونو د ويستلو پرېکړه جدي ده او په نېټه کې به يې بدلون را نه شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي، چې امريکا په افغانستان کې ناکامه ده او د افغانانو ګټه په دې کې ده، چې نور بايد بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.