ادبي لیکني

د پېچلو لیکلو زیانونه

سراج احمد حبیبي

ځینې لیکوال خورا د پېچلو لیکلو شوقیان وي، هره لیکنه یې چې لولې د الفاظو او کلماتو زرق او برق یې معنا او موخه پکې د مرغه پۍ کړې وي. دوی به یا ښايي دې کار ته د قدر په سترګه ګوري او قصداً به یې دا ډول لیکي او یا به یې پر ساده الفاظو لیکلی نه شي. خو خبره دا ده، چې د لیکنې دا ډول سبک نه د لوستونکو په ګټه دی او نه هم د لیکوال.

لوستونکو ته یې زیانونه دا دي، چې هغوی یوه لیکنه تر ډېره بریده د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه لولي، نه د الفاظو د زده کولو په موخه؛ خو په هغه ډول لیکنه کې چې د الفاظو باران پکې د پسته اور پر ځای شړکنده وي، د معلوماتو پر ځای الفاظ او کلمات ډېر وي. معلومات یا چورلټ پکې وي نه او یا که چېرته وي هم پکې په ډېر مښود او تکلیف سره ترې تر لاسه کېږي. په دغو دواړه ډوله حالاتو کې د لیکنې لوستل د لوستونکو د ارزښتمن وخت د ضایع کېدو سبب کېږي.

د لوستونکو لپاره یې دویم زیان دا دی، چې هر لوستونکی د یوې لیکنې د لوستلو په وخت کې د لیکوال سره په روحي لحاظ تړل کېږي، په دې حالت کې که لوستونکی وغواړي او که ونه غواړي د لیکوال د فکر او عمل تر تقلید لاندې راځي. نو د دغې پېچلې لیکنې د لیکوال دغه فکر او عمل چې خپله ده ته ګټه نه شي رسولای، که چېرته لوستونکی هم ورته مخه کړي، د هغه لپاره به یې ګټه څه وي!؟

طبیعي خبره ده، چې دی به هم په راتلونکې کې چې څه لیکي، پر پېچلو الفاظو او کلماتو به یې لیکي. ځکه دا خو واضح خبره ده چې د هرې لیکنې نه که چېرته موږ مطلب واخلو او که یې وانخلو، د هغې لیکنې الفاظ زموږ په ذهن کې پاتې کېږي؛ دغه الفاظ بیا د وخت په تېرېدو سره ورو ورو د انسان له شعور څخه لاشعور ته ځي او له لاشعور څخه بیا هغه وخت چې انسان له داسې خبرې سره مخامخ کېږي، چې د هغې خبرې لپاره یې ژر الفاظ ذهن ته را نه شي، نو بیا له همدغو الفاظو څخه کار اخلي. له همدې ځای نه هغه هم پر یوه داسې لیکوال بدلېږي، چې د خپلې خبرې د کولو لپاره په مناسبو الفاظو پسې ځان نه ستړی کوي او تیار د خپلو لغاتو له هغې ذخیرې نه استفاده کوي، چې د ده په لاشعور کې د بېلابېلو پېچلو لیکنو له لوستلو څخه جوړه شوې وي.

همدغه ځای دی چې ادبپوهان هغه چاته چې غواړي په راتلونکې کې ښه لیکوال شي، د لویو لیکوالو د اثارو لوستل او د هغوی د جملو په تړلو او ګرامري جوړښت کې فکر کول ضروري بولي. ځکه لویو لیکوالو د خپلو خبرو د کولو لپاره په مناسبو کلماتو پسې ځانونه ستړي کړي وي او هر یوه یې په ډېر تکلیف سره د خپلې خبرې لپاره مناسبه کلمه یا جمله پیدا کړې وي. نه لکه دا ځینې لیکوال چې د خپلې خبرې د کولو لپاره مناسبه کلمه یا جمله پیدا نه کړي، بیا نو چې هر ډول کلمه یا جمله یې ذهن ته راغله، پر هماغه کلمه یا جمله خپله خبره لیکي، نور یې په دې پسې نه ګرځي چې دا کلمه یا جمله زما د خبرې مفهوم لیږدولی شي او کنه؟

لوستونکو ته یې که تر زیانونو نه راتېر شو، خپله د لیکوالو لپاره یې هم پر زیانونو سترګې نه شو پټولای، ځکه هغه لیکوال چې خپله لیکنه په لوی لاس پېچلې کوي او غواړي چې لوستونکي یې له معنوي فقر نه خبر نه شي، ضرور یو وخت نه یو وخت یې له دغه راز نه پرته پورته کېږي او هغه وخت چې له دغه راز نه یې پرته پورته شي، دومره یې په ټولنه کې شهرت او محبوبیت ته زیان ورسېږي، چې بیا هیڅ یو لوستونکی هم د ده د لیکنې لوستلو ته زړه نه ښه کوي.

ځکه ټول پر دې پوه شي چې دغه لیکوال هر وخت پر خپله موضوع تسلط نه لري او لیکلو ته قلم پورته کوي او بل زیاتره داسې وانګیري، چې دی یا پر تکراري موضوعاتو لیکل کوي او یا هم پر داسې موضوعاتو لیکل کوي، چې د هغو موضوعاتو درک زموږ له علمي وړتیا او ذهني پیاوړتیا څخه پورته خبره وي.

د لیکوال لپاره یې بل زیان دا دی، چې د ده دا لیکنه بلې لیکنې ته لاره خلاصوي، که چېرې یې دا لیکنه پر پېچلو الفاظو سره کړې وې، ضرور به یې نورې لیکنې هم پر پېچلو الفاظو کېږي، په همدې ډول ورو ورو د ده د لیکنې سبک او لاره ټاکل کېږي.

اوس نو د ده د دغې پېچلې لیکنې سبک خو نه ده ته ګټه رسولای شي او نه هم لوستونکو ته؛ نو پر داسې یو کار باندې ولې سړی خپل او د نورو قیمتي وخت ضایع کړي، چې نه یې ده ته ګټه رسېدلای شي او نه یې هم نورو ته!!!؟؟؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx