نظــر

افغانستان په مبهم حالت کې!

نورمدين بلخېل

کله چې د طالبانو او امریکا تر منځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شو، نو له تړون وروسته یو څو ورځې وضعیت باامنه و، دا ځکه چې طالبانو دا فکر کاوه، چې د دوی پنځه زره بندیان به ژر خوشي او په سمدستي ډول به په بین الافغاني مذاکراتو کې پر یو نوي سیاسي نظام توافق وشي او بالاخره به تلپاتې سوله قایمه شي، خو ولې داسې ونشول او حکومت د ۵۰۰۰ بندیانو پر سر ناندرۍ شروع کړې او نتیجه دا شوه چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې د بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ شو، چې په دغه موده کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې ضد لفظي شخړې د رسنیو د سر ټکي وو او د هغه له امله د حکومتي قواوو او طالبانو تر منځ جګړو هم زور واخیست.

له هغه وروسته چې کله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په دوحه کې خبرې پیل شوې، نو افغان دولت او طالب پلاوو تر منځ د شل کلنې جګړې پر مشروعیت او نه مشروعیت لفظي تقابلات را منځته شول، بیا د دوحې تړون د ټولو خبرو د اساس او حنفي فقه د پرېکړو د بنسټ په توګه د منل کیدو او نه منل کیدو پر سر جنجالونه را مخکې شول، چې په نتیجه کې یې ډېر زرین وخت په ضایع کیدو و، کوم چې نه یې افغان دولت او نه یې هم طالبانو چندان پروا ساتله، د ټرمپ د واکمنۍ په اواخرو کې افغان دولت د دوحې تړون او حنفي فقه د پریکړو د محور په توګه ومنل، خو کله چې جو بایډن واک ته ورسید او په پایله کې د ۲۰۲۱ مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستانه د نړیوالو عسکرو د وتلو کار مشکل شو، نو افغان دولت او په خاص طور د محمداشرف غني ټیم تقاضاوې ور سره بدلې شوې او د خبرو جریان له خاموشۍ سره مخ شو، ځکه افغان ولسمشر وویل چې دی به راتلونکی واک یوازې یو منتخب مشر او سیسټم ته سپاري، نه بل چا ته. طالبانو ته چې د اوسني افغان حکومت تر چتر لاندې د انتخاباتو تر سره کیدل د منلو وړ نه وو، نو ور سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نښتو زور واخیست او په دې توګه په شمال او جنوب دواړو لورو کې طالبانو ځینې ولسوالۍ ونیولې.

په اوس وخت کې د افغانستان راتلونکی حالت په یوه تاریکي کې لیدل کیږي او تر ډېره د سولې خبرې هم تتې ښکاري، زما په نظر طالبان غواړي چې د افغان حکومت سره یو توافق ته ورسیږي، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت او په ځانګړي ډول محمد اشرف غني د دې توافق په وړاندې لکه دیوال ولاړ دی، غني فکر کوي چې که چېرته طالبان د یوې مهمې کتلې په حیث په راتلونکي نوي نظام کې شاملیږي نو ور سره به افغانستان په یوه سیاسي او ټولنیز بحران کې را ښخ شي، دوی وايي چې که چېرته طالبانو ته د هیواد واک ور وسپارل شي، نو افغانان به د نورې نړۍ په پرتله کمزوري او شا ته پاتې کیږي، چې بالاخره افغانستان به د نړۍ له نظره هم ووځي، اوسني افغان واکمنان دا فکر هم کوي چې د طالبانو په وجود کې به د دیموکراسۍ ټول ارزښتونه پایمال شي، هغه سازمانونه چې طالبان یې غیر اسلامي ګوندونه بولي، بند به یې کړي او آن د ځینو سره به حساب او کتاب وکړي.

طالبان چې په اصل کې یې بنیاد د مخکینیو مجاهدینو له منځه ځینو دیني علماوو او جهادي قومندانانو چې په رأس کې یې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد  و، په کال ۱۹۹۴ م د افغانانو په تاریخي او فرهنګي پلازمېنه کندهار کې کېښودل شو، وروسته یې ټول افغانستان ونیو، خو دا چې د خپل حکومت په وخت کې یې شرعي قوانین پلي کړل او د ښځو هر ډول فعالیتونه یې بند کړل چې په دې توګه د نړیوالو له خوا د ساړه چلند سره مخ شول او آن تر دې چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت ونه پیژنده، خو کله چې طالبان په ۲۰۰۱ کال کې مات او په افغانستان کې یو نوی حکومت را منځته شو، نو لومړی یو څه وخت طالبان خاموش وو، خو وروسته یې په جنګ پیل وکړ، چې بالاخره امریکا مجبوره شوه، تر څو طالبانو سره یوه تړون ته کیني، خو کله چې د افغانستان اسلامي جمهوریت ته نوبت ورسید، نو د اسلامي جمهوریت مشر محمد اشرف غني طالبانو ته د بې وسلې کولو توصیه وکړه، خو طالبانو ورته واضحه کړه چې تر څو ورسره په یو نوي نظام توافق ونکړي نو وسله به په ځمکه کینږدي، بله خبره دا  چې حکومت او هم په افغان نظام کې دننه ځینې ډلې چې ځانونه د افغانستان په لږکیو پورې تړي، طالبان د یوې مهمې برخې په توګه په راتلونکي نظام کې نه مني، دا ځکه چې د حکومت ځینې اشخاص طالبان د یوې سخت دریځه اسلامي ډلې په توګه پیژني او د طالبانو شتون د دوی لپاره خطر ګڼل کیږي، دویم ځینې قومي ډلې چې د طالبانو سره د جوړ جاړي څخه ډاریږي، دوی فکر کوي چې طالبان یوه افغاني اسلامپاله، خو ملتپاله ډله ده، چې راتلل به یې د دوی لپاره یو ستر ګواښ وي.

اوس افغانستان په یو مبهم راتلونکې کې بند دی، ځکه د حکومت لوري د طالبانو په خوښه نظام جوړول نه مني او طالبان بیا د حکومت په خوښه سوله کول ناممکن ګڼي، اوس دوه لارې دي؛ یوه دا چې افغان حکومت او طالبان به په راتلونکې نظام کې مدغمیږي او یوه مطمئنه فضا به را منځته کیږي او دویم دا چې یا به د جنګ میدان لا ګرمیږي او د افغانانو بې درېغه مرګ به جریان پیدا کوي چې البته دویمه نقطه به ډېر وروستی انتخاب وي، خو زما په نظر ښه خبره دا ده چې باید دواړه خواوې لومړۍ نقطې ته رجوع وکړي، تر څو دواړه اړخونه په یو نوي سیاسي جوړښت باندې سره رضا شي او په دغه جوړښت کې دواړه جذب شي.

نورمدین بلخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

خدای پاک ج په قرآن مجید کي فرمایلي دي چي کله د مسلمانانو دوې ډلي جګړه وکړي نو تاسي یې په منځ کي صلحه وکړئ.بیا چي د هغه وروسته هر ډله تیری او ظلم وکړي، ټوله په ګډه ورسره وجنګیږئ. دلته په افغانستان کي ځینو خاینو مجاهدینو د مسلح کمونیسټي ټوپکیانو سره یوځای سول د ظلم حکومت یې جوړ کړ او د لمړي سره ظلم شروع کړ. بیا طالبان راپورته او د دوئ پر ضد وجنګیدل. کله چي ټوپکیان ښه ضعیف سول بیا هم د افغانستان ولس د دوئ تر منځ د صلحي هڅي وکړې. طالبان د صلحي میز ته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx