شعـــــرونه

د شکر سجده/ نومير

فدامحمد نومير

چې دې حکم د الله (ج) تـه اطـاعت کـړ
پـه نصيب يې درته فتـح او نصرت کـړ

د باطـل ريـښـې دې وويسـتې له سـټـې
چې پـه دين دې د الله يو ځل غيرت کړ

تـا خړوب اسلام  زمين کړ په خپل وينـو
تا چې غوره ښکلی نوم د شهادت کړ

د احد ، بدر يادونه دې ژوندي کړه
را بيدار دې لـه دروند خوبه څه امت کړ

جرنيلانـو د عجز غاړې درته کښیښوې
فرعونانو درتـه خم ملا او قـامت کړ

سـجده د شکر و باسه الله (ج) ته
چې پيرزو يې په تا هسې لوی نعمت کړ

نومير تل لاس په دعا دی رب دې ساتـه
چې افغان ته يې په برخه دا ساعت کړ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x