ورزش

ملتان سلطانز لوبډلې په لومړي وار د پاکستان سوپر لیګ اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو پایلوبه کې ملتان سلطانز لوبډلې پېښور زلمي لوبډلې ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په لومړي وار یې دغه اتلولي په خپل نوم کړه.

ملتان لوبډله چې د ټورنمنټ په لومړي سر کې له پاتې لوبډلو څخه وه، په وروستیو کې غوره کارکردګي وښودله او پایلوبې ته یې لار وموندله.

په پایلوبه کې رحمان الله ګربز لوبډلې ملتان لومړی توپ وهنه وکړه او د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو یې سیال لوبډلې ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه، ددوی له لوري صهیب مقصود چټکې ۶۵ منډې وکړې.

د هدف په تعقیب کې د پېښور زلمي لوبډلې اوپنرانو د پام وړ کارکرګي ونه ښودله، حضرت ځاځي ته په شپږم اور کې د توپوهنې فرصت په لاس ورغی چې یوه یې شپږیزه ووهله او ورپسې توپ یې ویکټه لاسه ورکړه، نوموړي په ډګر ساتنه کې د صهیب مقصود مهم کیچ غورځولی و، چې د ملتان لپاره ګټور ثابت شو.

که څه هم پېښور لوبډلې له لوري شعیب ملک هدف نږدې کړی و، خو پرلپسې ویکټو غورځولو ملتان لوبډلې ته بریا ورکړه او په لومړي وار یې دغه اتلولي وګټله.

https://twitter.com/thePSLt20/status/1408179550119510020?s=20

د ملتان لوبډلې صهیب مقصود چې په ۳۵ توپونو د ۳ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۶۵ منډې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړی دغه راز په (۴۲۸) منډو د غوره توپ وهونکي جایزه او د ټورنمنټ غوره لوبغاړي جایزه هم خپله کړه.

دغه راز د همدې لوبډلې چټک توپ اچونکی شانواز داني چې په ۱۱ لوبو کې یې ۲۰ ویکټې واخیستې د ټورنمنټ غوره توپ اچونکی ونومول شو.

د ټورنمنټ رنر اپ لوبډلې پېښور زلمي ته (۳ ملیارده) پاکستانۍ کالدارې او ګټونکې لوبډلې ملتان سلطانز ته (۷ ملیارده) نغدي جایزه ورکړل شوه.

تر دې دمه د پاکستان سوپر لیګ شپږ پړاوونه ترسره شوي، چې اسلام اباد یونیټډ دوه واره، د پېښور زلمي، کویټه، کراچي او ملتان یو یو وار اتلولي خپله کړې ده، په ټورنمنټ کې د لاهور یوازینۍ لوبډله ده چې له اتلولۍ محرومه ده.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالیو کې د راشد خان سربېره ګڼ شمېر افغان لوبغاړو ګډون کړی و، چې د پام وړ کارکردګي یې وښودله.

حضرت الله ځاځي چې یوازې ۵ لوبې یې ترسره کړې ۲۱۰ منډې وکړې او ۳ واره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، په دې لړ کې راشد خان دوه واره، نجیب ځدران او نور احمد یو یو وار د لوبې غوره لوبغاړي نومول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x