د نن سرلیکنه

ایا ملېشې به د کابل اداره له شړیدو وژغورلی شي؟!

نن ټکی اسيا سرلیکنه

د کابل ادارې سرپرست دفاع وزیر قومندان بسم الله خان او یو شمیر نورو په پخوانۍ شمالي ټلوالې پوري تړليو قومندانانو له خپلو پلویانو غوښتي چې وسلې واخلي او د دوي په اند له خپلو سیمو دفاع وکړي.

پخوانیو قومندانانو وروسته تر دې د ملیشه سازي نغاره وډنګوله چې په تیرې یوې نیمې میاشتې کې په هیواد کې د طالبانو لخوا د نیول شویو ولسوالیو شمیره تر سلو واوښتله.

د یادو ولسوالیو او سلګونو پوځي مرکزونو په نیولو سره طالبان اوس له کابل ادارې سره مساوي داسې یو مجهزځواک لري چې له الوتکو پرته په ټولو عصري وسلو مجهز دی.

د طالبانو د دغه مساوي ځواک په مقابل کې د کابل ادارې ځواکونه ، نه محاربوي مورال لري، نه جنګي انګیزه او نه هم ترشا منظمه قومانده.
ځکه نوهمدا غیر مسؤل قومندانان مجبور شول چې اردو د مورال بایللو عسکرو په ځای د خپلو ملیشو په وسیله د ولایتونو له مرکزونو څخه د طالبانو د پرشا وهلو دنده پرغاړه واخلي.

په شمال کې د قومندان عطاء، محقق او نورو جنګ سالارانو لخوا د کابل اداري له پوځي تشکیلاتو بهر د ملیشو جوړول په داسې حال کې تر سره کیږي چې هر قومندان یې خپلو ملیشو ته په ښکاره د جنګي جنایتونو تر سره کولو دعوت ورکوي.

ملیشي ځواکونو کله هم په افغانستان کې د مرکزي نظام د ټینګښت لپاره موثریت نه دی لرلی؛ بلکې همدا ملیشې دي چې د پخواني کمونیست رژیم له واکمنۍ راهیسې تر اوسه پورې په هیواد کې د بې نظمۍ او ګډوډۍ یو تور تاریخ لري.

د محقق، دوستم ، قومندان عطاء او … په څیر هغه قومندانان چې ډیری یې وار تر پخوا د جنګي جرائمو مخینه لري په دغه ډول ملیشه يي تشکیلاتو سره غواړي نور هم په افغانستان کې لاقانونیت ته لاره پرانیزي؛ نه د امنیت ټینګښت او قانون حاکمیت ته.

ولس به ددې شاهد وي چې همدا ملیشې به د خپلو جنګي جرائمو د ترسره کولو له وجې د ولایتونو له مرکزونو څخه د دفاع پر ځای د هغوی د سقوط لامل کیږي او د ولایتونو سقوط به بالاخره د کابل رژیم د تدریجي سقوط عوامل برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

که ملیشی یی نشی ژغورلی نو پخوانی مجاهدین او ولسی خلک خو به یی هرو مرو ژغوری. نور فکر کوم د طالب پروژه په ختمیدو ده.

ملا جانان

په نس کي څو رقمه یې طوطو ځوانه؟ یو جګ ځای کښینه چي د کابل ننداره وکړې!

دوکتور غروال

پخوانی قاتلان او همدا اوسنی د ډالرو غله جعلی مجاهدین د پنجابی پاکستان + امریکا او د اخوندی ایران غلامان د طالبانو غلامانو په شان تربیه شوی مطیع غلامان دی دوی د اجنبیانو ( پنجابی پاکستان د امریکا او اخوندی ایران تر رهبری) هدایت لاندی ئي د افغان ملت تباهی ته ملا تړلی دی او ددوی له لاسه د افغانستان خاوری تمامیت او استقلال په ستر خطر کښی دی او برسیره پردی دا غلامان ددی په هڅه کښی دی چی د افغان ملت مذهب او کلتور بدنام او تام ئي له مینځه یوسی او افغان ملت په جهان کښی د… نور لوستل »

عبدالرقیب

دا د ټلوالي مشران عجیبه بېعقل خلګ دي. په لوی لاس یې خپل پټ پلویان رسوا کړل. دوئ باید دا ویشل سوي وسلې پټي ساتلي وای. کله چي طالبانو د دوئ سیمي او ښارونه نیولي وای بیا به یې نو چرکي ورسره پیل کړې وای. دا چي دوئ د میډیا په وړاندي د وسلو او اماني بیرغ سره خپل نمایش کوي، د طالبانو راپورچیان د دوئ نومونه او ورسره د وسلو ډولونه خپلو لیسټونو ته رسوي، څو چي کله طالبان دې سیمو ته راورسیږي، هر یو به راغواړي، ویډیو کي به یې عکس ورښکاره کوي او بیا به ورته وایي… نور لوستل »

دوکتور غروال

د افغانستان د ویجاړی فجایع د شوروی کمونیستانو له خوا شروع شویدی او د هغوی غلامو قاتلینو لعنتی شعار کور ، کالی او ډوډی درلود اما ملت ته ئی ددی شعار په ځای قبر ، کفن او مرمی ور په برخه کړی او د مصنوعی مذهبی تنظیمونو شعار اسلامی حکومت وو دی قاتلانو کابل اوسیدونکی په قتل ورسول چور چپاول او د میرمنو بی عزتی ئي شروع کړه او کابل ئي ویجاړ کړ او کابل کښی د هر تنظیم له خوا حکومت اعلان شوۍ وو ، طالبانو بیا ددوی څخه هم د وحشت مسابقی کښی وړ اندی شوی وو وروسته… نور لوستل »

محمد صالح

ملیشې د کابل اداره له شړیدلو نه سي ژغورلای. دا ملیشې د اصلاً د کابل ادارې د شوړیدلو تظاهر دی. کله چي خواړه خوسا سي نو بد بوی ځني راولاړیږي. موږ هلته دا نه سو ویلای چي خوړو ځکه بدبوی کړی چي غواړي د خوسا کیدو ځان وژغوري. د کابل د ټوپکمارو مثال د یوه ستر اوګوټ د چلونکو سره د مقایسې وړ دی، یو داسي اوګوټ چي په طوفان کي راګیر سوی وي، دوئ چي د اوګوټ د ژغورلو څخه مایوسه سي نو بیا تسمیم ونیسي چي اوګوټ نور غرقیږي راځۍ چي په کوچنیو کښتیو کي سپاره سو او… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x