د نن سرلیکنه

له بهرنیوځواکونو سره کارکوونکي افغانان له هیواده په تیښته کې دي

نن ټکی آسیا – سرمقاله (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): له امریکا، برتانیا، کاناډا هسپانیا او استرالیا وروسته جرمني هیواد هم خپلو هغو ۱۴۷ افغان کارکوونکوته پناه ورکړې چې د دوی له ځواکونوسره یې په افغانستان کې د ژباړونکو په توګه دنده سرته رسولې.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ د نیټې له رانیږدي کیدوسره له هیواد څخه د هغو افغانانو د تیښتې لړۍ هم ګړندۍ شوې کومو چې له یادو ځواکونو سره په افغانستان کې په پوځي او استخباراتي چاروکې دنده سرته رسولې.

له دې څخه دا خبره جوتیږي چې افغانستان ته راغلي ځواکونه د دوی د ادعاوو برخلاف د افغانانو د خدمت او سوکالۍ په خاطر نه ،بلکې د دوی د خپلو هغو ناسمو موخو د ترلاسه کولو لپاره راغلی ول چې د افغان ولس د مقاومت له امله تري نیمګړي پاتي شول او اوس د دوی د پرشاتګ په مهال یې هغه افغان کارکوونکي هم په خپل هیوادکې پاتي کیدوته ځان نشي ټینګولای کومو چې له دوی سره ګډ کار کړی دی.

دغه افغانان چې ډیر وخت یې له بهرنیو ځواکونو سره د خپلو هیواد والو په ځورولو ،وژلو او نیولوکې مرسته کړې دعام ولس په نزد د هماغو یرغلګرو په سترګه ورته کتل کیږي کوم چې دوی یې ځورولي او کړولي.

همدا لامل دی چې دوی هم د خپلو هغو جنایاتو اوکړنو له وجې کوم چې د خپل ولس او هیواد په حق کې کړی په افغانستان کې خپل راتلونکی په خطر کې ویني او کوښښ کوي چې د همدغو ځواکونو تر وتو مخکي د ځان چاره وکړي او دخپل ولس له مجازاتو څخه ځان وساتي.

په بهرنیو هیوادنوکې د دغو افغانانو لپاره پناه اخیستل که له یوې خوا د دوی د ژوند ژغورلو لپاره یو چانس وي، خو د هغه ترڅنګ د نورو هغو افغانانو لپاره چې په یوه ډول نه یوه ډول یې له بهرنيانوسره په افغانستان کې کارکړی د خطر زنګ بلل کیږي؛ ځکه هغوی هم د خپل مستقبل په اړه په دې اندیښنه لري چې یو وخت به د خپلو کړنو په سر ورسره محاسبه کیږي.

دا پرځای خبره ده چې یوزیات شمیر عادي افغانان په خپل هیواد کې د جګړو او بیکارۍ له وجې د خپل هیواد پریښودوته مجبوره کیږي ، خو داچې د هغوی له جملې یوشمیر مشخص افراد له بهرنیانوسره د ګډ کارکولو له وجې له خپله هیواده تښتي اوپه بهرکې د بهرنیانو ترڅنګ ځان خوندي احساسوي دا واقعا چې د تأسف وړ خبره ده.

ځکه همدا کسان چې نن د همدغه جرم په خاطر له افغانستانه ووتل هغوی بیا نور هیڅ کله هم خپل هیواد ته دراستنیدو چانس نه لري ؛ ځکه چې دوی په خپله په خپل ځان ټول هغه جرائم ومنل چې د دوي د ملګرو بهرنیانو په موجودیت کې د خپلو هیواد والو پرخلاف ترسره شوي.

هغوی نه یواځې داچې ځان یې د افغانیت له حق اوحیثیت نه محروم کړ ،بلکې د خپل فامیل هغه ټول غړی چې له دوی سره یوځای یې خپل هیواد پری یښی د تل لپاره له ټولو هغو امتیازاتو چې یو افغان هیواد وال یې لري بي برخې کړل.

ښايي ډیرو دا ډول افغانانو ته به له افغانیت او د افغانیت له امتیازاتو څخه محرومیت یوه عادي خبره ښکاري ، خو اصیل افغانان بیا افغانیت له اسلامیت او ایمان سره مرادف صفت ګڼي او له افغانیت څخه محرومیت دځان لپاره د انسانیت له ټولو صفاتو او امتیازاتو محرومیت بولي چې په هیڅ ډول یې منلوته تیار نه دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x