افغانستان

بغلان: د خوست وفرنګ او ګذرګاه نور ولسوالۍ هم طالبانو ونیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په بغلان کې طالبانو د خپلو پرمختګونو په دوام تیره ورځ ناوخته ددې ولایت خوست وفرنګ او ګذرګاه نور ولسوالۍ نیولي او په دې توګه یې د تخار اشکمش ولسوالۍ سره ځانونه نښلولي دي.

سیمه ییزې سرچینې او طالبان وايي، چې پرون د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د بغلان ولایت خوست وفرنګ ولسوالۍ مرکز، امینه قومنداني او نور دولتي تأسیسات له جګړې پرته طالبانو نیولي او هلته میشت دولتي ځواکونه فرنګ وغارو لسوالۍ ته تښتېدلي دي.

د خوست وفرنګ سره څېرمه د ګذرګاه نور ولسوالي هم تیره شپه ناوخته له سختو نښتو وروسته طالبانو نیولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د بغلان ولایت د خوست او ګذرګاه نور ولسوالیو نیولو ترڅنګ ویلي، چې په دواړو ولسوالیو کې په پراخه پیمانه وسلې او مهمات په لاس ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو ورځو کې د بغلان ولایت مرکزي بغلان، دوشي، خنجان، نهرین، دهنه غوري، تاله وبرفک او جلګې ولسوالۍ په ګډون ګڼې ولسوالۍ او په لسګونو پوځي مرکزونه د طالبانو لاس ته لویدلي او د کابل شمال لویه لاره باندې یې خپله ولکه ټینګه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x