
فاریاب: د اندخوی په شمول ۵ نورې ولسوالۍ طالبانو ونیولې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د فاریاب ولایت له قیصار، دولت آباد، شیرین تګاب، کوهستان، پښتونکوټ او جمعه بازار(خواجه سبزپوش) ولسوالیو له نیولو وروسته طالبانو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د اندخوی ستراتيژيکې بندري ولسوالۍ په ګډون ۵ نورې ولسوالۍ هم نیولي دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، چې پرون شپه د ګرزیوان ولسوالۍ مرکز کې شاوخوا ۳۰۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شول او د ولسوال ملا فیض الله رحماني په تېښتې سره یاده ولسوالي طالبانو ونیوله.
ددې ترڅنګ د بلچراغ، قرمقول، قرغان او اندخوی ولسوالۍ مرکزونه هم له سختو نښتو وروسته طالبانو نیولي دي.
د سرچینې د معوماتو له مخې په بلچراغ ولسوالۍ کې ۱۰۰ عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او پاتې نور د الوتکو له لارې میمنې ته انتقال شوي؛ خو په قرمقول، قرغان او اندخوی ولسوالیو بیا طالبانو سره سختې نښتې شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۲۰ کمانډو عسکر وژل شوي او ۸۰ طالبانو ژوندي نیولي دي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په جلا جلا ټویټونو کې د فاریاب ولایت بلچراغ، ګرزیوان، اندخوی، قرمقول او قرغان ولسوالیو د نیولو ترڅنګ هلته د سلګونه میله وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل حکومت دفاع وزارت د اندخوی او خان چهارباغ ولسوالیو د بیا نیولو خبر ورکړی؛ خو ځايي سرچینې بیا وايي، چې په اندخوی ولسوالۍ کې د کمانډو عسکرو عملیاتي د طالبانو له سختو بریدونو سره مخ شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دا مهال کمانډو ځواکونه د اندخوی ولسوالۍ په «بالاحصار» کې د طالبانو لخوا محاصره دي او د لوډ سپیکرو له لارې ورته د تسلیمۍ نارې وهي.
اندخوی ولسوالي چې له ترکمنستان سره پوله لري او د اقینې بندر هم په کې واقع دی له ستراتيژیکي پلوه طالبانو او دولت دواړه ته ډیر اهمیت لري او دواړه لوري هڅه کوي ددې ولسوالۍ کنترول له ځان سره وساتي.
که څه هم طالبانو تراوسه د اقینې بندر په لور کوم برید نه دی کړی؛ خو په اقینې بندر کې ټول سوداګریز دفترونه تړل شوي او ترکمنستان هم خپله پوله تړلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ طالبانو د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ له نیولو وروسته له تاجکستان سره په پوله پروت د شیرخان بندر کنترول هم په خپل لاس کې اخیستی دی.