نړۍ

د ايران پاسداران انقلاب ۵۰۰۰ عسکر عراق کې جنګيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): له امريکا خپريدونکې ورځپاڼې “ورلډ ټریبيون” په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې د ايران پاسداران انقلاب پنځه زره عسکر عراق کې د نوري المالکي په ملاتړ او د اسلامي دولت د ځواکونو پر ضد جنګيږي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د نوري المالکي په ملاتړ او د اسلامي دولت د ځواکونو پر ضد د جګړې ټول مسؤوليت د ایران پاسداران انقلاب (القدس فرقې) پر غاړه دی.

عراق کې د ايراني عسکرو د موجوديت خبر د ورلډ ټريبيون انکشاف نه دی، بلکې له دې وړاندې هم ګڼو ايراني او لويديځو رسنيو په دې ګن راپورونه خپاره کړي دي.

امريکايي رسنيو له دې مخکې هم ويلي و، چې عراق کې ايراني او امريکايي پوځي کارپوهان په ګډه د اسلامي دولت د ځواکونو پر ضد جنګيږي.

نيويارک ټايمز ليکلي و، چې د ايران څارګرې الوتکې پلازمېنه بغداد او شاوخوا سيمو کې د اسلامي دولت د ځواکونو څارنه کوي.

ايراني رسنيو هم د هغو پوځي افسرانو او عسکرو انځورونه خپاره کړي، چې د اسلامي دولت د ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي، چې عراق کې د سپيڅلو ځايونو دفاع به د خپلو سرونه په بيعه وکړي، مګر ايران تر اوسه دا نه مني، چې عراق کې ايراني عسکر په مستقيمه توګه جنګيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زاهدزاده فراه رودی

هوکی داڅرګنده خبره ده چه ایران په سیمه کی ځان دیوه پیاوړی لوبغاړي په توګه مطرح کول غواړی دایواځی عراق ندی بلکی په سوریه کی هم داسددجابرنظام په پلوی جنګیږي خوبدبختانه عربی شیخان داهرڅه وینی خوخاموشی یی غوره کړی خپل خیراوشریی دامریکا دفرمان اوپالیسۍ سره تړلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x