افغانستان

بایډن: افغانان باید خپل راتلونکی په خپله وټاکي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د امریکا ولسمشر جوبایډن واشنګټن په سفر ورغلیو د کابل حکومت مشر ډاکټر محمداشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شوار مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال هغوی ته ویلي، چې افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

بایډن دا څرګندونې پرون د جمعې په ورځ (۴ چنګاښ) په سپینه ماڼۍ کې له محمداشرف غني او عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال کړي او د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته یې هغوی ته د امریکا د غیر پوځي مرستو ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه بایډن اشرف غني او عبدالله ته په څرګنده ویلي، چې دا کار باید خپله افغانان وکړي: «افغانان باید د خپل راتلونکي پریکړې پخپله وکړي چې هغوي څه غواړي.»

ددې لیدنې په ترڅ کې د کابل حکومت مشر محمداشرف غني هغو امریکايي عسکرو ته د احترام مراتب وړاندې کړل، چې له افغانانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

اشرف غني دغه راز له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د ایستلو په هکله د جوبایډن پرېکړه تاریخي وبلله او څرګنده یې کړه چې په دې کار سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی فصل پیل شي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د نوي فصل په هکله اشرف غني ویلي،

د امریکا ولسمشر بایډن ته په خطاب کې غني داسې وویل: «مونږ دلته ددې لپاره راغلي یو چې ستاسو د پریکړې درناوی او ملاتړ وکړو.»

د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې ټاکل شوې ده چې د روان کال تر سپتمبر میاشتې پورې ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه وویستل شي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د څرنګوالي په هکله د کابل حکومت مشر ویلي، چې په دغه فصل کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ نظامي اړیکې نه وي، بلکې په دوه اړخیزو ګټو به بنا وي.

غني له دغه نوي فصل څخه خپله خوښي ا و ډاډ څرګند او داسې وویل: «مونږ د اړیکو نوي فصل نه خوښ او راضي یو.»

په افغانستان کې د جګړو او پوځي عملیاتو د زیاتېدو پېښو په اشارې سره اشرف غني ویلي، چې د واک د لیږد په بهیر دا ډول پېښې عادي خبره ده؛ خو ادعا یې وکړه چې د کابل حکومت عسکر کولای شي په دغو حالاتو برلاسی ترلاسه کړي.

په داسې حال کې چې هره ورځ په اوسط ډول له لسو تر پنځلسو پورې ولسوالۍ او لسګونه پوستې او امنیتي بیسونه د طالبانو لخوا نیول کیږي او هره ورځ سلګونه دولتي عسکر له وسلو سره طالبانو ته تسلیمیږي، واشنګټن ته د کابل حکومت د مشرانو سفر د کارپوهانو له نظره غیر ضروري بلل شوی دی.

امریکا کې میشت افغان خبریال او د چارو څارونکی وحید فقیري په دې هکله داسې لیکلي: په داسي حساس وخت کي واشنګټن ته دغني تګ د هغه مطلقه نا امیدي برملا کوي، ځکه هیڅ سیاسي مشرتوب به د 80 ولسوالیو دسقوط په جریان کي خارجي چکر ته زړه ښه نکړي.»

ددې سفر د لاسته راوړنو په هکله هم فقیري وايي، چې غني په دې سفر کې هیڅ هم ترلاسه نه کړل: «داسفرکاملا غیرضروري وو، ټایمينګ یې خراب وو او حاصل یې هيڅ وو، په پای کي بایدن پر افغانانو ږغ وکړ چي خپل برخلیک پخپله وټاکي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل حکومت مشر اشرف غني تمه لرله چې د طالبانو د بریدونو د زیاتېدو د ولسوالیو د پرلپسې سقوط له امله به امریکايي مشران راوپاروي، ترڅو له افغانستان څخه د عسکرو ایستلو بهیر سست کړي او په دې توګه سره د خپلې واکمنۍ موده لږه نوره هم وغځوي؛ خو د هغه د تمې پرخلاف بایډن د افغانستان په اړه خپل پخوانی دریځ ورته تکرار کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دا د خدای پامانی farwell party وه

الحاج استاذ بیانزی

افغان مجاهدینو خپلواکی مو مبارک شه دا چه دی هیواد ته مو بیا د لویو قدرتو ( د ټول نړیوال استعمار ) د هدیری طلایی اخری مدال یوځل بیا تر لاسه کړو مبارکی درته وایم د یو مسلمان افغان ورور په حیثیت درته زما سپارښتنه دا ده چه د اسلامی حکومت جووړنی د پاره د ټول هیواد په ګډون د مجتهدو او متقی علماوو مستقله او د حکومت په راست کی د علماوو شوری راوبلۍ لمړی دی اسلامی اساسی قانون او د هغه قانون له مخی داسی اسلامی دولت تاسیس چه د علماوو مستقله شوری یی په راست کی قرار… نور لوستل »

Sayed

I wonder to some expressions America and Afghanistan and then the head of the Kabul government. Is it right to say the head of the Quetta government wich no one seen yet? Although, it’s such a big double game in our recent history. Shall we be happy to be a part of Panjabi new colonism? Is there any guarantee for the others that they would be recognised as before? Apparently none of the countries ready for it. The mistake of our last reconciliation is enough for us. It would be so difficult for the others to run the government.

ګل احمد

افغانان څنګه خپل راتلونکی په خپله وټاکي د ارګ، پارلمان، مشرانو جرګې او وزارتونو د قابضینو د حفاظت لپاره دي خپل دا ترکي سپي خوشي پرې ایښي دي. عسکر باسئ او خپل روزل سوي سپي بیا هم پرېږدئ. ته وا افغانان خره دي نه پوهیږي چي ترکان به په کابل هوایي ډګر کي د غاصبینو بزبزکي ور ترمیموي او د ډرون بریدونو په تنظیم کي به د کابل د قاتلینو سره مسلکي مرستي کوي. بایډن باید نور د افغانانو سره د چم و خم پالیسي پرېږدي.

ګل احمد

پر سپینه ماڼۍ دي خدای خپل رحم وکړي چي پر کوچونو یې د محمد آغې او بازارک لغړیان کښینستل. نړیوال موقف یې ضربه ولیدل

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx