افغانستان

امریکا له کابل حکومت سره تر درې میلیارده ډالر زیاته مرسته کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وايي، د امریکا کانګرس او اوسني‌ حکومت ورسره ژمنه کړې چې له افغانستان سره به تر درې میلیارده ډالرو زیاته مرسته کوي.

غني چې د یوه لوړپوړي پلاوي‌ په ملتیا امریکا ته په سفر تللی، هلته یې د یاد هیواد له ولسمشر «جوبایډن» او د دفاع له وزیر «لوییډ اسټین» سره تر لیدنې وروسته یوې ناستې ته ویلي، چې د امریکا حکومت له کانګرس غوښتنه کړې چې له کابل سره ۳،۳ میلیارده ډالر مرسته وکړي او کانګرس هم ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې مثبت ګامونه پورته کوي.

نوموړي جوبایډن په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان د ولس یو ښه «دوست» وباله او یاده یې کړه، چې نوموړي د کابل حکومت د عسکرو د ملاتړ او له افغانستان سره د ملګرتیا د دوام‌ ډاډ ورکړی.

د غني‌ په خبره، د امریکا دفاع وزیر ژمنه وکړه چې افغان عسکرو ته یو شمېر تجهیزات ورکوي‌ او د هوايي ځواک په برخه کې شوي قراردادونه به د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته هم دوام کوي.

غني‌ ته د امریکا سفر چې له ډیرو غوښتنو وروسته د سپیني ماڼۍ له لوري‌ منظور شو، داسې مهال دی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه تر نیمایي زیاته بشپړه شوې او ښایي د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر لومړیو پورې بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

د ډوبیدونکي کښتۍ د اوطاقونو پر رنګ وروغن باندي مصرف کول اصلاً د امریکا د شریف او نجیب ملت سره ستره جفاء ده. دا امریکایان پخوا ډیر ویښ او باشعوره خلګ وه. د ویټنام د جنګ د خاتمې لپاره خو یې داس مظاهرې کولې.اوس څه په وسول. بایډن په دې بحراني وختونو کي د امریکایانو میلیارډونو ډالر په افغانستان کي خپل د یوه بت په ګامونو کي سوځي او دوئ چوپه خوله دي. د طالبانو هم خورا سسته کرکبازي ده. په دا ۳۰ کاله یې په امریکا او غرب کي داسي افغان ځوانان نه کړل پیدا چي د دې مسائلو… نور لوستل »

سرفراز

یالله ته زموږ دولس او زموږ د زوریدلو او کړیدلو خلکو ازار پدی بی همته او بی ضمیره دکابل آداری په واکمنو پسی لری دا څومره بی ضمیره انسانان دی ای لویه خدایه پدی ولس د دعبرت لپاره حاکمان کړل چی هغوی هیڅ نوع شرم حیآ او عزت نلری یاالله ته د عزت او ذلت څښتن یی نور یی هم وشرموه او ددوی له شره دا مظلوم او مسلمان ملت خلاص کړه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx