نظــر

ملیشه جوړونه؛ یو بل خیانت او یو بل جنایت!

محمد آصف آزاد

د طالبانو وروستیو چټکو پرمختګونو پر وړاندې د کابل ادارې اردو، عسکرو، کومانډو او مختلف ډوله قطعاتو ونشو کولی مقاومت وکړي او د طالبانو د یادو پرمختیاوو مخه ونیسي، چې په نتیجه کې یې ګڼې سیمې د کابل ادارې له لاسه ووتې او په سلګونو عسکر یې د طالبانو پر وړاندې تسلیم او له جګړې لاس په سر شول.

د طالبانو د دغو چټکو پرمختګونو او حکومتي عسکرو شاتګ او تسلیمی له امله د کابل ادارې مشرانو هم د خپلو پخوانیو اسلافو (کمونستي حکومت مشرانو) پر پل، پل کېښود او یو ځل بیا یې ملېشو ته د خپلې بقا او ژغورنې لپاره پنا یووړه.

د دا ډول ملېشو تجربه په نیږدې تېر کې ډاکټر نجیب هغه وخت وازمایله، چې پر خپلو نظامیانو یې باور له منځه لاړ او د ساتنې وروستۍ تمه یې همدې ملېشو ته پاتې شوه؛ خو کومه هیله چې له ملیشو نجیب درلوده، پوره نشوه او نوموړی یې ونه ساتلی شو، او بلا دا چې ورته همدا ملیشې خپل سرخوږی هم شو!

اوس کټ مټ هماغه ډول د کابل ادارې اوسني مشران چې د خپل واک په وروستي پړاو کې دي، نظامیان یې له باقي مقاومت څخه لوېدلي؛ نو دوی هم ملیشه یانو ته پنا ور وړي. په اصطلاح د دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي د دغو ملیشه یي ټوپکیانو ته د امکاناتو د برابرولو ویلي، او ملاتړ یې ترې ښودلی.

داسې ښکاري چې وروستۍ هیله یې همدې ملیشه یانو ته پاتې شوې او تمه لري چې د نامشروع واک ورځې به یې ورسره اوږدې شي.

خو د دوی دا هیله پوره کېدونکې ځکه نه ښکاري، چې یو خو لکه څرنګه چې وړاندې یادونه وشوه، د ملیشه جوړنې تجربه پخوا هم همدا ډول حالاتو کې ترسره شوې چې جوړونکو لپاره یې مثبته ګټه ونه کړه، او بل دا چې دا ملیشه یان د طالبانو پر وړاندې هم په مختلفو نومونو، د پخوانیو ټوپکسالارانو او جنایتکارانو، اربکیانو، سنګوریانو او نورو نومونو ازمایل شوي، خو د طالبانو مبارزه یې ونه درولی شوه.

بله خبره دا ده چې د دغو ملیشه یانو مشران ټول هماغه پخواني جنایتکاران دي، چې له دوی څخه یې ځینې د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د جمعیت د یوې ډلې مشر عطا محمد نور، عباس ډالري، حضرت علي او نور دي، چې د دوی توره او کرغیړنه سابقه دې ولس ته ښه څرګنده ده، او د دوی زور او قوت هم معلوم دی چې طا لبا نو تر کولاب پسې اخیستي او د فساد ټغر یې ور ټول کړی و.

د دې ملیشه یانو یاد شوي او نور مشران هماغه کسان دي چې د افغانانو د سترې قربانۍ په نتیجه کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته یې هم دا ولس له یوه بل ناورین سره مخ کړ، کورنۍ هرج او مرج، قتل و قتل، وحشت جنایتونه یې ترسره کړل. بیا یې د امریکایي یرغلګرو د یرغل سره سم د هېواد او ولس په وړاندې جګړه وکړه او له هیڅ ډول کرغیړن او جرمي عمل څخه یې درېغ ونکړ.

دا ځل بیا یوه نوي جنایت او دې ملت سره یو بل خیانت ته وړاندې شوي. دوی هڅه کوي، خدای مکړه هېوادوال له یوه بل ناورین سره مخ کړي.

دا چې دا بدمرغه جنایتکاران په کراتو کراتو له هېواد او ولس سره جنایت او خیانت کوونکي دي؛ باید چې نور یې پر وړاندې ډېر کلک او جدي برخورد وشي. نه ښایي چې دوی ته د هر ځل نوي خیانت او جنایت موقع ورکړل شي. نور بس دی او باید چې د خپلو کړنو حساب ووایي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

دا خلګ د ظلم او خیانت د دوام لپاره وسلوال سوي دي. د دوئ په وړاندي هر ډول نرمښت د فساد سره مرسته کول دي. دوئ د بل وینه تویولو ته لیواله دي، د اصلاح یوازینۍ لار یې د دوئ په خپله وینه کي لمبول دي. کاشکي هابیل په هم هغه ورځ قابیل وژلی وای چي کله یې د وژلو اخطار ځني اوریدلی وو. نن به نړۍ یو ډیر پرامنه ځای وو. ټولي هغه سیمي چي د اربکیانو تجمع پکښي لیدل کیږي، هغه سیمي دي چي په تیرو ۲۵۰ کالو کي د دهریت، لنډغري او بې دیني تدریس ورته سوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx