شعـــــرونه

د فتحو باران/ حافظ زهیب

حافظ محمد قاسم زهیب

لکه څاڅکي داسي اوري فتحې فتحې

شکر خدایه له هر لوري فتحې فتحې

 

بیا د فتحو لړۍ پیل شوه وطن کي

رابشي دومره لا نوري فتحې فتحې

 

د  مور شیر دي بس د هغو څو زلمو شي

چي هیواد له پردو ژغوري فتحې فتحې

 

ککرۍ د شیطانانو یي کړې ماتي

پرې رالویږي لکه ستوري فتحې فتحې

 

د تخار جوزجان فاریاب نوبت راغلی

له غزني تر فرا پوري فتحې فتحې

 

هاموي ټانګ کي روان ځي استشهاد ته

ذکر کړي شونډان یې ښوري فتحې فتحې

 

ولسونه مو خوشاله دي زهیبه

په خوښۍ وایي دا توري فتحې فتحې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx